اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د افغانستان د امنیت څار: دا/عش ۶۲ بریدونه په درېیو کلونو کې کړي ده

دید خبرې آژانس: د افغانستان د امنیت د څار بنسټ په تېرو درېيو کلونو کې د دا/عش خراسان څانګې د بریدونو په اړه په یوه راپور کې ويلي، چې د طا-لبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې دغه ډلې ۶۲ بریدونه ترسره کړي دي.

که څه هم، طا-لبانو په ځلونو په افغانستان کې د دا/عش شتون او فعالیت رد کړی او ویلي یې دي چې دغه ډله د هېواد امنیت ته ګواښ نه دی.

خو د افغانستان د امنیت د څار بنسټ وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې لږ تر لږه ۸۵۷ کسان د دا/عش په بریدونو کې وژل شوي دي.

د دې بنسټ په وینا په تېرو درېیو کلونو کې د دا/عش په بریدونو کې يو زرو ۵۷۵ کسان ټپیان شوي دي.

راپور وایی، په هېواد کې د دا/عش په بریدونو کې ډېری وژل شوی او ټپیان ملکیان، طا-لبان او بهرنیان دی.

د افغانستان د امنیت د څار بنسټ وايي، د دا/عش خراسان څانګې په تېرو درېيو کلونو کې تر ټولو زیات بریدونه کړي، چې د ۲۰۲۲ کال کې ۲۹ بریدونه ترسره شوي دي.

د راپور پربنسټ، د طا-لبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال د داعش بریدونه تر ډېره پر کابل متمرکز وو.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، په تېرو درېیو کلونو کې کابل ۳۲، هرات ٧، بلخ ٦، ننګرهار ٤ او بدخشان ٤ بریدونه ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې او نړۍ یو شمېر ګاونډیو هېوادونو په پرله پسې ډول د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بهرنیو اهدافو سره د «ترهګرو» ډلو د حضور او پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په وروستۍ قضیه کې، سنډی ګارډین راپور ورکړی چې د دا/عش خراسان نوي ګمارل شوي غړي، په ځانګړې توګه د منځنۍ آسیا هیوادونو وګړي، د بریدونو د ترسره کولو د زده کړې او روزنې لپاره افغانستان ته سفر کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا