اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو د زمري ۲۸ مه عمومي رخصتي اعلان کړه

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واک لاندې د کار او ټولنېزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یکشنبه (د زمري ۲۸مه) له انګليس استعمار څخه د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

افغانستان د شاه امان الله خان په مشرۍ د ۱۲۹۸ هجري لمریز کال د زمري په ۲۸ نېټه خپلواکي ترلاسه کړه.

طا-لبان په داسې حال کې د شاه امان الله خان په مشرۍ د هېواد د خپلواکۍ ورځ لمانځي، چې تېره میاشت یې په تورخم کې د هغه انځور ړنګ کړ او پر ځای یې خپل سپین بیرغ وځړاوه.

امان الله خان د افغانستان یو له اساسي قانون جوړونکو او خپلواکۍ غوښتونکو پاچاهانو څخه و.چې د خپلې واکمنۍ له پيله يې د افغانستان د استقلال د بېرته تر لاسه کولو موضوع د خپلې اجنډا په سر کې ځاى کړه.

افغانانو له انګرېزانو سره درې سختې جګړې وکړې. د افغان-انګلیس لومړۍ جګړه د ۱۸۳۹ او ۱۸۴۲ کلونو تر منځ او دوهمه جګړه د ۱۸۷۸ او ۱۸۸۰ کلونو ترمنځ وشوه چې دواړه د افغانانو په ګټه پای ته ورسېدلې.

طا-لبانو همدا راز د زمري ۲۴مه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د « د بري او فتحې ورځې» په توګه ولمانځله.

خو د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د زمري ٢٤مه او په هېواد کې د جمهوري نظام ړنګېدل د افغانستان په تاريخ کې يوه توره ورځ بولي او وايي چې د طا-لبانو بيا واک ته رسېدلو سره د هېواد د وګړو حقوق، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه محدودې شوي او د هېواد ټولې شل کلنې لاسته راوړنې د تباهۍ په حال کې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا