Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

ملا حسن آخند په ابوظبي کې د متحده عربي اماراتو له مشر سره وکتل

طا-لبانو ویلي، چې د دوی رییس الوزرا ملا حسن اخند ابوظبي ته د سفر پر مهال د متحده عربي اماراتو له مشر محمد بن زاید ال نهیان سره کتلي دي.

په دې وروستیو کې د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر هم متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال له محمد بن زاید ال نهیان سره لیدلي وو.

طا-لب چارواکو تر اوسه د دغه سفر د وخت او هدف په اړه څه نه دي ویلي.

دا د طا-لبانو د بیا واکمنیدو راهیسې له افغانستانه بهر د طا-لبانو د رییس الوزرا لومړی سفر دی.

ملا حسن اخند یو سمبولیک موقف لري او په وروستیو میاشتو کې لږ لیدل شوی دی.

د طا-لبانو له خوا د خپرو شویو عکسونو له مخې، د سراج الدین حقاني ورور انس حقاني هم په دغه سفر کې له ملا حسن اخند سره ملګری دی.

Back to top button