اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

کرزی: د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره وکتل

دید خبرې آژانس: پخواني ولسمشر د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې رافایلا یودیچه سره لیدنه کې د افغان ماشومانو تعلیم او د روغتیا ته د ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

حامد کرزي دغه لیدنه کې د افغانستان د ځان بسیاینې او پرمختګ لپاره بیا د نجونو پر زدکړو او دوی ته پوهنتونونو د دروازو پر خلاصېدو ټینګار وکړ.

پر افغانستان د طا-لبانو له واکمنېدو وروسته حامد کرزي له بهرنیو چارواکو او استازو سره تل په لیدنو کې د نجونو د زدکړو په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

ولسمشر کرزي په داسې حال کې د ماشومانو د روغتیا په برخه کې هم د اروپایي اتحادیې د پاملرنې غوښتنه کړې، چې دا مهال د کابل په ګډون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې ګڼ ماشومان په خوار ځواکۍ اخته دي او ډېری کورنۍ د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله خپلو ماشومانو ته رسېدګي کولی نه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټونه هم د ماشومانو د روغتیایي وضعیت په اړه اندېښمن دي او وایي، چې که مرستندویه ادارې د ماشومانو روغتیا ته پاملرنه ونه کړي، دا ستونزه به په یوه ستر ناورین بدل شي.

له دې سره، اروپایي اتحادیې بیا له تېرو دریو کلونو راهیسې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه له افغان کډوالو سره په مېلیونونو یورو مرسته کړې ده، چې دا مرستې یوازې د بشرپاله شریکانو له لارې ترسره کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا