اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

پر زده کړو د بندیز دوام/ په افغانستان کې ۴ میلیونه نورې نجونې هم اغېزمنې کړي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) خبرداری ورکړی، چې که د طا-لبانو لخوا د نجونو پر زده کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، په افغانستان کې به تر څلور میلیونو ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې شي.

یونسکو وايي، د نجونو او ښځو تعلیم د ټولنې په پرمختګ کې بنسټیز رول لوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منعې کړې او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې پوهنتونونه هم تړلي دي.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان د اګست په ۱۵مه، د جمهوریت د سقوط د دریمې کلیزې په مناسبت په یوه نوي راپور کې ویلي، چې طا-لبان په افغانستان کې د نړیوالو قوانینو له مجازاتو په «بشپړ معافیت» سره جرمونه کوي.

په همدې حال کې د افغان ډیپلوماټانو د انسجام ټولنې خبرداری ورکړی چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، افغانستان به له یوه نه جبرانیدونکي بحران سره مخ شي.

طا-لبان ادعا کوي چې واک ته په راتګ سره یې په هېواد کې اسلامي قانون او شریعت نافذ کړی دی.

خو د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د طا-لبانو د واکمني ( ١٥مه نېټه) د افغانستان په تاريخ کې يوه توره ورځ ګڼي او له ټولنيزو او سياسي صحنې څخه د هېوادوالو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د محروميت او  پيلامه بولي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا