اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

اتمر: سمیع سادات د خپلو تورونو په اړه اسناد نلری

دید خبرې آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر د سمیع سادات تازه خپاره شوي تورونه په کلکه رد کړل.

ښاغلي اتمر په اېکس پاڼه کاږلي، که په دغو ادعاوو کې رېښتیا وای، اسناد او شواهد یې لرلای؛ نو ښاغلي سادات باید قضایي څانکو ته سپارلي وای.

تر دې وړاندې د افغانستان د پوځ پخواني قوماندان سمیع سادات ویلي و، چې د اشرف غني د حکومت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د هغه د وژلو امر کړی و.

هغه په خپل کتاب کې لیکلي، چې د پخواني حکومت د کورنیو چارو مرستیال وزیر جنرال عبدالرحمن رحمان هغه ته د اتمر له پلان څخه خبر ورکړی و.

خو ښاغلي اتمر یې بیا په غبرګون کې لیکلي:« بیا هم د سیاسي بدنیتۍ سره له حقیقته لرې دروغ، کاذبه شخصیت جوړونه، له مسوولیت منلو څخه د تېښتې او د عامه اذهانو د ګمراه کولو لپاره ویل شوي چې په کلکه یې غندم.»

ښاغلی اتمر وایي، هغه مهال یې چې دنده نه لرله او دغه ادعا شوې وه ښاغلي سادات باید دده پر ضد ټول شواهد او اسناد له قضایي څانګو سره شریک کړي وای.

هغه وایي، هغه مهال ښاغلی سادات لوړ حکومتي چارواکی او دی د اپوزیسیون غړی و.

اتمر زیاته کړې:« دغه دروغ هغه مهال ویل کېږي، چې ما د پخواني جمهوري نظام د سقوط د عاملینو د حساب ورکوونې غوښتنه کړې ده.»

د هغه په وینا، ښاغلی سادات او نور مسوولین باید د خپل هېواد او نظام د دفاع په برخه کې د شرم وړ او ننګوونکې ماتې په اړه ځواب ورکړي.

هغه همداراز ویلي، چې د دغو بې ځایه هڅو سره هغه نه شي کولای د عامه ذهنونو د ګمراه کولو او د عدالت او حساب ورکوونې په برخه کې چې د افغانستان د خلکو حق دی مخه دب کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا