اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

ملا هبت الله اخوندزاده: ما ته دعا وکړئ

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د خپلې بریا د درېیمې کلیزې په وینا کې د خپلې ډلې له غړو یو ځل بیا غوښتي چې له نفاق څخه لاس واخلي او پر افغانانو یې غږ کړی، چې د وخت امیر ته دعا واجب ده او باید ده ته دعا وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې په افغانستان کې امنیت د الله له اړخه راغلی دی او پر خپلو پلویانو یې غږ کړی، چې غفلت ونه کړي.

هغه زیاته کړه: ” ګورئ چې زړونه په منصبونو کې بند نه کړئ، په خپل منځ کې دوستي او دښمني یوازې د الله لپاره وکړی او د قرابت لپاره دوستي مه کوئ، د قدرت او قومیت شوق په ځان کې مه پېدا کوئ”.

ملا هبت الله په خپله وینا کې طا-لبانو ته په اشارې سره ویلي، چې په افغانستان کې عدالت راولئ او که چېرې مو ظلم او سفارش وکړ نو د دوی نظام به دوام ونه شي کړی.

هغه وايي: ” څلوېښت کاله کیږي، چې د افغانستان پر مسلمانانو ظلمونه شوي دي، دغو خلکو سره مرسته وکړئ او اسلام ور وښیئ”.

نوموړي د خپل حکومت پر چارواکو غږ کړی، چې د بیت المال ساتنه وکړئ او د افغانستان له خلکو څخه یې غوښتنه کړې، چې طالبانو ته دعا وکړي.

ملا هبت الله زیاته کړې ده: “دا واجب ده چې تاسو د وخت امام او امیر ته دعا وکړئ”.

د طا-لبانو دغه مشر چې تر اوسه په عام محضر کې نه دی را ښکاره شوی له خلکو غوښتي، چې د فلسطین مسلمانانو ته هم دعا وکړي.

د طا-لبانو د مشر ملا هبت الله دغه نېږدې ۱۹ دقیقې وینا تر ډېره نصیحتي بڼه لرله، چې لویه برخه یې د طا-لبي حکومت چارواکو او یوازې څلور دقیقې یې د افغانستان له خلکو د دعا غوښتنه کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طا-لبانو مشر د خپل ډلې غړو ته د یووالي او اتحاد نصیحت کوي؛ بلکې له دې وړاندې یې هم په کراتو – کراتو د خپلې ډلې له غړو غوښتي، چې له نفاق څخه لاس واخلي او په خپل منځ کې سره یو شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا