اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د امریکايي پوځي تجهیزاتو سره د طا-لبانو پوځي پرېډ

دید خبرې آژانس: طا-لب چارواکو ( زمري په ۲۴ مه) د بګرام په هوايي اډه کې د امریکا له پوځي تجهیزاتو سره پرېډ ترسره کړ. په دغو مراسمو کې طالب چارواکو له نړۍ سره پر روابطو ټینګار وکړ او ادعا یې وکړه چې له سیمې او نړۍ سره یې د «ښو اړیکو» لپاره شرایط رامنځته کړي دي.

د بګرام هوايي اډه په افغانستان کې د امریکا او ناټو تر ټولو لویه پوځي اډه وه. د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ طا-لبان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدونکو وسلو تر ټولو ستر ناقانونه پلورونکي وبلل.

نوموړي ویلي، چې له امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د وتلو پر مهال ۸۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي وسلې په دغه هېواد کې پاتې دي.

د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی او د یوه ټولګډونه حکومت جوړول له طا-لبانو څخه د سیمې او نړۍ د هېوادونو د غوښتنو برخه ده. خو په تېرو درېیو کلونو کې طا-لبانو د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادۍ سخت بندیزونه لګولي او هېڅ هېواد د طا-لبانو اداره تر نننه په رسمیت نه ده پېژندلې.

په همدې حال کې، د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د بګرام په غونډه کې وویل: «نړۍ ته زموږ پیغام دا دی چې دوی باید خپه نه شي. موږ له دوی څخه ازادي اخیستې خو په بدل کې یې حساب نه کوو. موږ (نړۍ) ته ښه فرصت برابر کړی او په وړاندې يې ښه اراده هم لرو څو راشي او د افغانستان په بیارغاونه برخه واخلي.

د طا-لبانو د رٸيس الوزرا مرستیال عبدالکبیر هم په دې مراسمو کې دغه موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل: «موږ به له افغانستانه سیمه ییزه او نړیواله سیالي لرې وساتو. زه نړۍ ته وایم، موږ کولی شو بحث وکړو او د شته ناسمو پوهاويو په اړه خبرې وکړو.»

هغه ادعا وکړه، چې په افغانستان کې لسګونه سفارتونه پرانستل شوي، د بهرنيو هېوادونو سياسي څېرې افغانستان ته سفرونه کوي او په نږدې څلوېښتو سياسي استازوليو کې چارې د طالب چارواکو لخوا پرمخ وړل کېږي.

هغه زياته کړه:« نړۍ ته زموږ پیغام ښې اړیکې او تعامل دی. موږ له هیچا سره ستونزه او جګړه نه غواړو. د دوحې د هوکړې له مخې دا ګواښ نه و او له دې وروسته به هم نه وي.»

د طا-لبانو د رٸيس الوزرا مرستیال، عبدالسلام حنفي همداراز ویلي، چې دوی د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره «ښه اړیکې» غواړي.

هغه زیاته کړه: «موږ له خپلو ټولو ګاونډیانو او د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو، اقتصادي اړیکې غواړو، نيکې اړیکې غواړو او که څوک زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه  ونه کړي، موږ هم د هیچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو.»

نړیوالې مرستندویه ادارې وايي، افغانستان په تېرو درېیو کلونو کې هم له بشري ناورین سره مخ و، خو د بشري مرستو ډېره برخه د طالبانو له خوا د ښځو له حقونو سره د چلند پورې مشروطه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا