اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مجاهد: موږ تصور کاوه چې کورنۍ جګړه پیل شي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د حکومت ویاند وايي، د دې ډلې تر واکمنېدو مخکې په دې تصور هم و چې د امریکا له وتلو سره به افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي.

ذبیح الله مجاهد له ملي رادیو تلوېزون سره خبرو کې د دوی د واکمنېدو ورځ د افغانانو لپاره تاریخ سازه بولي او وايي «دې سره افغانان بېرته ژوندي شول.»

طا-لبان ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ پر کابل واکمن شول، چې له امله یې له هغې ورځې راهیسې تر اوسه له یو میلیون ډېر خلک ایران او په لکونو پاکستان ته کډوال شول.

خو ذبیح الله مجاهد د دې ډلې د ولکې درې کلنۍ ته په اشاره وايي: «دغه ورځ واقعن د افغانانو لپاره تاریخسازه ورځ ده، زرینه ورځ ده، دا هغه ورځ ده چې افغانان بیا ژوندي شول په دې ورځ، ځکه د اشغال دور د نیواک دور او د یرغل دور چې امریکا پر موږ کړی و، داسې و لکه له افغانانو یې چې روح اخیستی وي، خو اوس موږ ازادي اخیستې ده.»

له دې سره ښاغلی مجاهد زیاتوي، په دې تصور هم و چې ممکن د امریکا وتلو سره په افغانستان کې جګړه پیل شي.

هغه زیاتوي: «په دې تصور هم و چې افغانستان کې به کورنۍ مشکلات تر دریو څلورو کلونو دوام ولري او خدای مه کړه که جګړه رانه وای، نو دا دریو کلونو کې به تر یو لک کسان وژل شوي وو.»

طا-لبان له امریکا سره د دوحې تړون د لاسلیک له مخې پر کابل واکمن او په نتیجه کې یې افغان جمهوریت وپرځېد، خو د دریو کلونو تېرېدو سره لا هم د دوی حکومت څوک په رسمیت نه پېژني.

پر طا-لبانو نیوکه ده چې د دوحې تړون ټولې مادې یې لا نه دي پلې کړې، چې په هغو کې تر ټولو مهم ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو او لږکیو حقونه ور کول دي.

دې ډلې په واکمنېدو سره ګام په ګام د تېرې دورې سیاست په لور ځي، د سیاسي ډلو پر فعالیت یې بندیز لګولی، د نجونو زدکړې او د ښځو کار یې بند کړی دی.

پر طا-لبانو بله نیوکه دا ده چې د خپلې ډلې کسان پر مختلفو مسلکي دندو ګوماري او له امله یې ورځ تر بلې لوستی او مسلکي پاړکی کډوالېږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د روانې اګسټ میاشتې په لومړیو کې وویل، چې د ۲۰۲۰ کال د پرورۍ پر ۲۹ د طا-لبانو او امریکا د دوحې تړون راهیسې د افغانستان شاوخوا اته میلیونه اوسیدونکي له خپلې خاورې وتلي دي.

دغه سازمان وايي، یو میلیون افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې ده او ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

د امریکا حکومت د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په دوحه کې له طا-لبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

خو د طا-لبانو د کډوالو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا راپور ردوي او وايي، چې په تېرو دریو کالو کې ۳.۷ مېلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا