اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

امریکایی استازو جرګې بلېنکن ته: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه شاهدي ورکړي

دید خبرې آژانس: د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیره غوښتي، په دغه کمېټه کې حاضر شي چې له افغانستانه د امریکا د وتلو د څرنګوالي په اړه وضاحت ورکړي.

مایکل مکال وویل، که بلېنکن شاهدۍ ورکولو ته حاضر نه شي د هغه په اړه به د احضارولو حکم صادر کړي.

تېره ورځ مک مکال په یوه لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په خطاب کې لیکلي و، چې د سپټمبر د ۱۰مې د کانګرس په عمومي غونډه کې د اګست تر ۱۹مې د ګډون لپاره خپل راتګ تایید کړي.

تر دې دمه د امریکا د پوځ د لوی درستیز د پخواني مشر جنرال مارک مېلي په ګډون د بایډن د ادارې یو شمېر لوړ پوړي چارواکي او د امریکا ۱۷ اوسني او پخواني لوړ پوړي چارواکي د بهرنیو اړیکو کمیټې علني ناستو ته حاضر شوي دي.

مکال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو یو له منتقدینو څخه دی، چې د ده په وینا د بهرنیو چارو د وزارت بې کفایته مدیریت د دې لامل شو، چې د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې ۱۳ امریکايي سمندري سرتېري ووژل شول.

د هغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن، بهرنیو چارو او د ملي امنیت شورا د لوړپوړو چارواکو برعکس هغو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی چې د کمېټې د څېړنو برخه ده.

په دغه لیک کې ویل شوي، چې بلېنکن له افغانستانه د امریکایانو او د هغې د متحدینو د خوندي وتلو د عملیاتو او پلان مشري کوله.

مکال زیاته کړه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اوسنیو او پخوانیو چارواکو د څرګندونو له مخې بلېنکن د دغه وزارت د وروستۍ پرېکړې په توګه د وتلو په اړه کار کړی.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر وویل:« اوس د دې وخت رارسېدلی، چې تاسو مخکې شئ او د امریکا خلکو ته د ځواب په ورکولو سره د ګولډن سټار (طلایي ستورو) سرتېرو د کورنیو قربانیو ته درناوی وکړئ.»

د مکال په وینا، ټاکل شوې د بهرنیو اړیکو کمیټه د سپټمبر په میاشت کې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه خپل راپور خپور کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا