اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ټرمپ: طا-لبان په نړۍ کې د وسلو ستر ناقانوني پلورونکي دي

د امريكا متحده ايالاتو پخواني ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ له سپیس په نوم پر اېکس په یوه مرکه کې ویلي چې طا-لبان په نړۍ کې د وسلو تر ټولو ستر ناقانونه پلورونکي دي او افغاني پیسې باید دوی ته نه وای ورکړل شوې.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، «دوی (طا-لبان) نن ورځ په نړۍ کې د وسلو تر ټولو لوی پلورونکي دي. دوی ته د افغانانو پیسې ورکول د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر حماقت و.»

ټرمپ وویل: «که بایډن ولسمشر نه وای، په افغانستان کې به ناورين نه وای پېښ شواى.»

د امریکا پخواني ولسمشر همداراز په سیمه او نړۍ کې د وروستیو جګړو او کړکېچونو په اړه ويلي، چې د اوکراین او منځني ختیځ جګړه کېداى شي په «نړیوالې جګړې» واوړي.

هغه زیاته کړه چې د نړۍ اصلي ستونزه اټومي تودوخه ده. نه نړیوال تودوخه.

ټرمپ په داسې حال کې طالبان د نړۍ تر ټولو ستر د وسلو پلورونکو په توګه یادوي چې د ټرمپ په مشرۍ له امریکا سره د دوحې له تړون وروسته یې د کابل واک په لاس کې واخیست.

یو شمېر کارپوهان دغه تړون ته د افغانستان پر سر د امریکا او طا-لبانو ترمنځ جوړجاړي په سترګه ګوري.

د طا-لبانو د رٸيس الوزرا اوسني اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د هوکړې له لاسلیک وروسته امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو ژمنه وکړه او بالاخره یې د ٢٠٢١ زيږديز  کال د اګست په ۱۵مه د وتلو بهیر پیل کړ، چې د متحده ایالاتو د بهرني سیاست په تاریخ کې ترټولو ناورينونکې پېښې په توګه يادېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا