اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

پر اوکراین باندې د روسیې برید/ لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي

دید خبرې آژانس: د اوکراین په دونیتسک ښار کې د روسیې د پوځ په برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

سي اېن اېن راپور ورکړی چې دا برید په دونتسک کې د روسیې او اوکراین د ځواکونو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښې ته څېرمه د کوستیانتینیوکا په ښارګوټي کې پر يو مارکيټ شوی دی.

د اوکراین سیمه ییزو چارواکو دا برید په وروستیو اونیو کې یو «ترټولو مرګونى» برید بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې سي اېن اېن خبر ورکړی، چې اوکرایني ځواکونو د شنبې په سهار د روسیې په خاوره کې دننه برید کړی چې تر اوسه د دغه برید د تلفاتو جزیات نه دي خپاره شوي.

د دغه راپور له مخې اوکرایني ځواکونو د روسیې په جنوب لویدیځ کې د کورسک په سیمه کې د روسیې په ١٢لويو لاريو بريد کړى دى.

سي اېن اېن وايي چې روسي ويبلاګ ليکونکو دغه برید تایید کړی او یوه ویډیو یې هم خپره کړې ده؛ خو دا نه ده معلومه چې دغه برید څومره مرګ ژوبله اړولې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا