تاند- د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، ایران د افغانستان د سیندونو د اوبو لپاره ۶۰۰ بندونه جوړ کړي دي
د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني نن /دوشنبه/ د ولسي جرګې د غړیو پوښتنو ته د ځواب ویلو په مهال وویل، ایران له افغانستان سره په پوله کې له ګډو اوبو د افراط په حد کې استفاده کړې او له کبله یې د دې سیمې د اوبو حوزې وچې شوي دي.
عمثماني وویل«ایران د افغانستان سیندونو ته ۶۰۰ بندونه جوړ کړي؛ حال دا چې موږ پر دغو سیندونو یوازې د ۴ بندونو پر جوړولو کار کوو.»
ده وویل چې افغانستان او ایران د اوبو په څلورو حوزو کې سره شریک دي چې څلور واړه د ایران له خوا د ګڼو بندونو د جوړېدو په خاطر وچې شوې دي.
ده پر له پسې وچکالۍ او اقلیمي تغیرات هم د اوبو د کمېدو سبب وبلل، ویې ویل چې افغانستان د خپلو سیندونو ۹ ملیارد متر مکعب اوبه له لاسه ورکړي او حاضردمه ۴۹ ملیارد متر مکعب روانې اوبه لري.
تر دې پخوا د افغانستان روانې اوبه ۵۷ ملیارد متر معکبه اټکل کېدې.
د اوبو او انرژۍ وزیر وویل چې حکومت په ټول افغانستان کې د ۴۰ بندونو د جوړولو پلان لري چې تر دې وړاندې هیڅوخت په افغانستان کې د بندونو او اوبو مسلې ته دومره پام نه دی شوی.
ایران او پاکستان په ځلونو په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفانو په وسیله د بندونو د جوړېدو د مخنیوي هڅې کړي دي.
په وروستیو ورځو کې د ایران ولسمشر حسن روحاني په زغرده وویل چې په افغانستان کې د بندونو د جوړېدو په وړاندې بې تفاوته نه شي پاتې کېدای.