اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب
طا-لبان په پکتیکا ولایت کې ۲۵ مخابراتي سایټونه جوړوي
دید خبرې آژانس:د طا-لبانو سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پکتیکا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه وزارت به ډېر ژر د دغه ولایت په ګڼو سیمو کې ۲۵ مخابراتي سایټونه جوړ کړي.
د اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حیات حقاني د پکتیکا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل. او د مخابراتو په برخه کې یې د دوی پر ستونزو خبرې وکړې.
حقاني وويل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ETRA رياست په پام کې لري چې د پکتيکا ولايت په ډېرو سيمو کې ۲۵ مخابراتي ځايونه جوړ کړي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې مخابراتي اسانتياوې نشته او خلک په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.