اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبان: د افغانستان نفوس ۳۵،۷ میلیونه دی

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر ادارې لاندې د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې یې د هېواد نفوس ۳۵،۷ میلیونه اټکلى دی.

د طا-لبانو د دغه ادارې مرستیال عصمت الله حکیمي، چې د احصایې ریاست کلنی راپور یې وړاندې کړ، ويلي، له دې ډلې ۱۸،۲ میلیونه یې نارینه او ۱۷،۵ میلیونه یې ښځې دي.

د راپور له مخې، ۹،۲ میلیونه وګړي په ښارونو او ۱۵ میلیونه په کلیو کې ژوند کوي.

راپور وايي، نور ۱.۵ میلیونه نفوس کوچیان دي.

د طا-لبانو د احصایې او معلوماتو ریاست د هېواد د نفوس شمېرنې د څرنګوالي په اړه جزئيات نه دي ورکړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د وروستي راپور له مخې، له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان کډوال شوي دي. د دغو کډوالو له جملې څخه شاوخوا يو ميليون يې په اروپايي هېوادونو کې پناه غوښتې، خو ډېر يې ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا ايران ته تللي دي.

په افغانستان کې وروستۍ سرشمیرنې په ١٣٥٨هـ لمريز کال کې ترسره شوه، له څه باندې څلوېښت کلو د تېرېدو راهيسې  تراوسه هېڅ معیاري او علمي سرشمېرنه نه ده ترسره شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا