افغانستانروستي خبرونه

د ملکي هوايي ډګر جوړيدو ترڅنګ د کانال محافظت قطعه فعاليږي


په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر جوړيدو په موخه پنځلس ميليونه ډالر ځانګړي شوي او ډېر ژر به د دغه ولايت د کانال ساتنې په موخه ځانګړې امنيتي قطعه پر فعاليت پيل وکړي.
دغه څرګندونې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ولسي جرګې د بوديجې مشر امير خان يار، او د کرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير په پلازمينه کابل کې د يوې ناستې پر مهال وکړې.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغه ناستې پر مهال له يادو مسئولينو څخه د ننګرهار ملکي هوايي ډګر د ځمکې انتقال او د ننګرهار کانال د محافظت قطعې د فعاليدو غوښتنه وکړه.
نوموړي وويل، چې د ننګرهار ولايتي ادارې، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت او هواي پيژندنې ادارې تخنيکي ټيمونو سره په همغږۍ د ملکي هوايي ډګر جوړيدو په موخه د کانال بکر باير ځمکه په ګوته کړيده.
ننګرهار والي د کرنې او مالدارۍ له وزير څخه وغوښتل، چې د هوايي ډګر د ځمکې په انتقال او د کانال رياست د محافظت قطعې په فعاليدو کې ورسره همکاري وکړي.
د ولسي جرګې مالياو بوديجوي مسئول امیر خان يار وويل، چې د ملکي هوايي ډګر جوړولو لپاره يې پنځلس ميليونه ډالر په بوديجه کې نيولي، چې د ځمکې انتقال سره سم به يې د ترانسپورت او هوايي چلند ادارې ته وسپاري.
په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر مسئول رحمت الله شجاع د دې ولايت د ملکي هوايي ډګر د فعاليدو اړتيا په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وويل، چې که د کرنې او مالدارۍ وزارت ټاکل شوې ځمکه په واک کې ورکړي ډېر ژر به يې د جوړيدو عملي چارې پیل کړي.
د کانال رئیس غلام حضرت عبدالرحيمزي د کرنې او مالدارۍ له وزارت څخه د کانال محافظت قطعې د ژر فعاليدو غوښتنه وکړه.
د کرنې او مالدارۍ وزير اسد الله ضمیر ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به د هوايي ډګر د ځمکې انتقال وزيرانو شورا ته د منظورۍ په موخه وړاندې کړي او همدا راز د ننګرهار کانال عوايدو ته په کتو سره به پولیس يادې ادارې ته په واک کې ورکړي.
په دغه ناسته کې د ننګرهار والي او کرنې مالدارۍ وزير سر بيره، په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازو امير خان يار او امير جان دولتزي، د ننګرهار ولايتي شورا غړي اجمل عمر، د ښار جوړونې رئیس او جلال اباد ښاروالۍ سرپرست او د ننګرهار ملکي هوايي ډګر مسئول ګډون درلود.

د سلاکار وزیر او ننګرهار والي له فیسبوکپاڼې څخه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا