اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

یوه نوی څیړنه: حورا سادات د شکنجې له امله مړه شوې

دید خبرې آژانس: زن ټايمز په یوه نوی څیړنه کې د طا-لبانو د چارواکو د ادعا برعکس ويلي، چې د يوټيوب کارکوونکې حورا سادات د مړينې لامل مسموميت نه و.

د افغانستان انترنشنال د خبر له مخې، د دې راپور ليکوونکې د خپلو سرچینو په حواله وايي، چې نوموړې تېر کال د طا-لبانو په زندان کې د شکنجې له امله وژل شوې ده.

زن ټایمز په ډاګه کړې، چې حورا او د هغې دوې خویندې تېر کال د چنګاښ په ۲۲مه د طا-لبانو له خوا د «اخلاقي فساد» په تور نیول شوې وې؛ خو یوه میاشت وروسته د زمري په ۱۹مه خوشې شوې.

زن ټایمز د دغو درېیو خویندو د یوې ملګرې له قوله ويلي، چې دا درې خويندې په یوټیوب کې د خپلو فعالیتونو له امله سختې شکنجه شوي وې.

د دې سرچینې په خبره طا-لبانو په زندان کې دغو خویندو ته ویلي وو: «موږ اوس نه شو کولی تاسو ووژنو، ځکه چې بېرته به موږ ته راشي؛ خو موږ به تاسو ژوندۍ پرې نه ږدو.»

د دوی له خوشې کېدو دوې اونۍ وروسته په ټولنیزو شبکو کې د حورا سادات د مړینې خبر خپور شو.

دوو باوري سرچینو زن ټایمز ته تایید کړه، چې حورا سادات د طا-لبانو د امنیه قوماندانۍ له خوا تر احضارولو وروسته وژل شوې او پر بدن یې د شکنجې نښې هم ښکارېدلې.

د طا-لبانو له خوا د بندیانو د شکنجه کولو تېرو کړونو ته په پام ډېری په دې پېښه کې د تورنو ګوته دغه ډلې ته نیسي.

زن ټایمز د خپلو څېړنو پر بنسټ لیکلي، چې د حورا سادات د مشکوکې مړینې له پراخ پوښښ وروسته طا-لبانو یوه جعلي کیسه خپره کړه او ویې ویل، چې هغه د موږکانو د زهرو خوړلو له امله مړه شوې ده.

زن ټایمز ویلي، چې د حورا سادات د مړینې په اړه په یو شل دقیقې مستند فلم کې طا-لبانو د هغې کورنۍ دې ته اړ کړه، چې د دوی نظر تایيد کړي.

یوې سرچینې، چې د حورا سادات مړی یې د ښخولو له مخه لیدلی زن ټایمز ته وویل: «د هغې پر سينه زخمونه وو، د هغې د ​غاړې یو رګ پرې شوی او شا یې د وهلو له امله په بشپړه توګه توره شوې وه، یوازې د هغې مخ روغ و.»

د دغه یوټیوب چینل یوه کارکوونکې زن ټایمز ته ومنل، چې د حورا سادات ویډیوګانې د طا-لبانو په غوښتنه لیرې شوې.

زن ټايمز دا هم موندلې، چې د سټار فان یوټيوب چينل نوم، چې حورا سادات خپلي ويډيوګانې په کې خپرولې هم سلام افغاستان ته بدل شوی.

په راپور کې راغلي، چې د حورا سادات د مړینې خبر په فعالو مېرمنو په ځانګړې توګه د یوټیوب کاروونکو باندې ډیر اغیز کړی.

یو شمېر ښځینه یوټیوبرانو زن ټایمز ته ویلي، چې د حورا سادات د مړینې د خبر له اورېدو وروسته یې خپل فعالیتونه درولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا