اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو کلتور وزارت: رسنۍ دې اسلامي اساسات مراعت کړي

د طا-لبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مسول د طا-لبانو د دولتي ویاندويانو په یو سمينار کې ويلي، چې دوی له رسنيو څخه د «اسلامي اساساتو، نظام د پايښت، پاليسي او يوالي» مراعتولو غوښتنې لري.

ضياء الحق حقمل وایي، چې د رسنيو لپاره قانون تر کار لاندي دی، چې ژر به يې توشيح کړي.

د طا-لبانو تر واک لاندي باختر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) په یو راپور کې ويلي، چې د طا-لبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو او باختر اژانس مشر ضياءالحق حقمل ويلي، چې د دوی تر واک لاندي د رسنيو د فعاليت لپاره ستونزې نشته.

حقمل وويل، چې د خبريالانو او رسنيو د اقتصادي ستونزو د حل او ملاتړ په موخه به ډېر ژر یو صندق هم جوړ کړي.

نوموړي دا هم ويلي، چې رسنۍ دي د «اسلامي نظام تر چتر لاندي» فعاليت وکړي.

د باختر اژانس د معلوماتو له مخي، د طا-لبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند معلوماتو ته د لاس رسي ادارې د پکتيا په مرکز ګزدېز کې د دولتي ویاندويانو او رسنيو استازو ترمنځ د همږغۍ دوه ورځنۍ سمينار جوړ کړی و.

په دې سېمنار کې د طا-لبانو نورو استازو هم له رسنيو او دولتي ویاندویانو څخه وغوښتل، چې خپل مسوليتونه درک او خپلې پاليسۍ وپېژنې.

طا-لبان پر داسي مهال معلوماتو ته د لاسي تر عنوان لاندي د خبريالانو او رسنيو د ستونزو د حل او ملاتړ خبره کوي، چې همدا نن د دغې ډلې د مخباراتو او ټنکنالوژۍ ادارې اړوند (اترا) په ننګرهار کې د ۱۷ سيمه ييزو رسنيو د فعاليت چارې ځنډولي.

دوی د ننګرهار سيمه ييزو رسنيو ته په شفاهي او لیکلي ډول خبردارۍ ورکړي، چې د جوازونو د فريکونسۍ ماليه پر وخت ورکړي، که نه دفترونه به یې هم ور وتړي.

پر افغانستان د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته، دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې تر پوښښ لاندې راولي.

د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طا-لبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا