اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په میدان وردګ کې یو امریکايي مسلمان شو

دید خبرې آژانس: د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې یوه امریکايي سیلانی افغانستان ته د سفر پر مهال د اسلام سپیڅلي دین ومانه او مسلمان شو.

باختر خبرې آژانس د دوشنبې په ورځ (د اسد ۱۵مه) خبر ورکړ چې اندریس نومی امریکایی سیلانی د میدان وردګ ولایت بامیان ته په لاره کې اسلام قبول کړ او محمود نوم ورته انتخاب شو.

دغه سیاح وايي، چې له ډېرې مودې یې د اسلام زده کړه کوله، خو د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې یې د اسلامي امارت د عسکرو له ښه چلند وروسته اسلام قبول کړ.

د يادونې وړ ده، چې په ټول افغانستان کې د امنيت په ټينګښت سره د تېرو کلونو په پرتله د بهرنيو سيلانيانو شتون او تګ راتګ ډېر شوى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا