اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالب

سید اغا ابومقبل: طا-لب نظامیان باید د مشرتابه اطاعت وکړي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د دفاع وزارت د عقيدتي او فرهنګي چارو او امربالمعروف رياست مشر وایي، چې نظامیان باید د دغه ډلې د رهبرۍ او مشرتابه اطاعت وکړي.

سید اغا ابومقبل د دې ډلې د مشر هبت الله اخونزاده د «فرمانونو پر ښه عملي کولو» هم ټينګار کړی.

د طا-لبانو دفاع وزارت د يکشنبې په ورځ «د زمري ۱۴مه» په يوې اعلامیه کې ويلي، چې د دوی پوځي مسولينو د دفاع وزارت د عقيدتي، فرهنګي او امربالمعروف رياست لپاره سید اغا ابومقبل د نوي رییس په توګه معرفي کړ.

نوموړي د خپلې دندې په لومړۍ ورځ له خپلو نظامي طا-لبانو غوښتي، چې د «مشرتابه د هر ډول اوامرو په اطاعت کې باید خپلې هڅې درېغ نه کړو.»

ډېری کسان په دې باور دي، چې طا-لبان په خپلو نظامي روزنيزو مرکزونو کې تر ډېره «ديني، جهادي او افراطي» انګېزه خپروي او هڅه کوي، چې د خپلې ډلې مفکورې خپرې کړي.

د طا-لبانو د پوځ مسولين په داسې حال کې له خپلو نظامي کسانو څخه د «مشرتابه د اطاعت او امر منلو» خبره کوي، چې درې ورځې وړاندي په کندهار کې د «اسلامي اردو ۶۰۰ مسولينو اصلاحي غونډه» جوړه شوې وه او هبت الله هم له ټولو غوښتي و، چې «په قدرت مغروره نه شي او د اطاعت په وړاندې د بې روحه جسد په څیر و اوسي.»

ملا هبت الله دغو مسوولینو ته سپارښتنه کړې وه، چې د طا-لب مشرانونو فرمانونه ومني، ځکه د نوموړي په خبره دا د دوی لپاره جهاد دی.

له دې سره، د کندهار په غونډه کې د طا-لبانو د استخباراتو مشر هم ويلي وه، چې په افغانستان کې ګرمه او فزيکي جګړه پای ته رسېدلې؛ خو فکري او سړه جګړه لا هم دوام لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا