اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهورزش او ځوانان

دوه افغان بایسکل ځغلونکې خویندې نن د المپیک په سیالۍ کې برخه اخلي

دید خبرې آژانس: د ښځو په برخه کې د ۲۰۲۴ پاریس المپیک بایسکل ځغلونې سیالۍ نن یکشنبه ترسره کیږي.

په دغې سیالۍ کې د بېلابېلو هېوادونو ۹۳ بایسکل ځغلونکې ګډون کې.

په نن سیالۍ کې د افغانستان په استازیتوب فریبا هاشمي او یلدوز هاشمي له خپلو سیالانو سره سیالي کوي.

د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو لړ کې نن یکشنبه د ښځینه بایسکل ځغلونکو تر منځ د ۱۵۸ کیلومتره په واټن د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره کیږي.

په دغو سیالیو کې د بېلابېلو هېوادونو ۹۳ بایسکل ځغلونکو ګډون کړی.

د افغانستان په استازیتوب دوه خویندو ۲۴ کلنې یلدوز هاشمي او ۲۲ کلنې فریبا هاشمي ګډون لري.

تر دې مهاله د ۲۰۲۴ پاریس املپیک سیالیو کې افغان لوبغاړو د پام وړ مقام نه دی ترلاسه کړی.

خو یلدوز هاشمي تېره اوونۍ د شنبې په ورځ هانګژو اسیایي سیالیو د ټایم ټرېل په انفرادي لوبو کې د خپلو سیالانو په وړاندې ولبېده او ۱۸،۳ کیلومټره لاره یې په ۲۷ دقیقو او ۱۴ ثانیو کې ووهله او د څوارلسو بایسکل ځغلونکو په منخ کې یې لسم ځای خپل کړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا