اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

ټرمپ، هریس سره بحث کې ګډون کوی

دید خبرې آژانس: ډونالډ ټرمپ د فاکس نیوز وړاندیز ومانه، چې د سپټمبر په څلورمه له کمیلا هریس سره بحث کې ګډون وکړي.

مخکې، د جو بایډن او ټرمپ ترمنځ مناظره د سپټمبر په ۱۰مه په ای بي سي ټلویزيون کې پلان شوې وه.

له نوماندۍ څخه د بايډن د تلو وروسته هاريس وويل، چې هغه د مناظرې لپاره چمتو ده.

مګر ټرمپ ویلي و، چې د نوماندۍ څخه د بایډن له تلو سره د ای بي سي په شبکه کې بحث پای ته رسېدلی او اوس باید هريس د فاکس نيوز وړانديز ته ځواب ووايي.

د جمعې په ورځ د ډیموکراټ ګوند له خوا د کمیلا هريس د نوماندۍ رسمي اعلان سره، هغه د نومبر د اتمې په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند له نوماند ټرمپ سره سیالي کوي.

که د فاکس نیوز مناظره له پلان سره سم تر سره شي دا به د امریکا د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ دوهمه او د ټرمپ او هریس ترمنځ لومړۍ مناظره وي.

ټرمپ په خپل اېکس پاڼه لیکلي: « که د هر دليل له مخي کمیلا په دې نېټه بحث کولو نه غواړي او یا نه شي کولی، ما د فاکس نيوز سره ژمنه کړې، چې د سپټمبر د څلورمې نېټې په ماښام د لوی ښار په طالار کې حاظر شم.»

تر دې مخکې ټرمپ ویلي و، چې له هریس سره به بحث ونه کړي او د دې لپاره هېڅ دلیل نه ویني.

هغه د ځينو د نظرونو او رايو ته په اشارې پر دې ټينګار کړی، چې هغه تر کمیلا هريس څخه مخکي دی.

نوموړي وويل: «د منانظرې علت څه دی؟ هر څوک ما هم پېژنې او هغه هم پېژني.»

هغه په ​​وروستۍ مرکه کې د فاکس ټلویزوني شبکې ته وویل، چې د بایډن ټیم د جون په میاشت کې د مناظرې په ترسره کولو ټینګار وکړ او د دې مناظرې پایلې د دې لامل شوې، چې هغوی له بايډن څخه وغوښتل څو له ټاکنو څخه په شا شي.

بایډن د جولای په ۲۱ ټرمپ سره په لومړۍ مناظره کې د هغه د کړنو له امله له انتقادونو سره له مخامخ کیدو وروسته له سیالۍ څخه په شا شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا