اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

پخوانې پوځیانو: د امریکا مرستې طا-لبانو سره باید سمدستي ودرول شي

دید خبرې آژانس: د امریکا یو شمېر پخوانیو پوځیانو د ناهیلۍ او «غوسې» په  څرګندولو ويلي چې د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته د امریکا  مالي مرستې چې طا-لبانو ته استول کېږي او هغوى ترې ګټه پورته کوي باید«سمدستي» ودرول شي.

د نیویارک پوسټ په وینا دغه پخوانيو سرتېرو ويلي:«دا کار باید همدا اوس ودرول شي.»

نیویارک پوسټ راپور ورکړی چې د امریکا د پخوانیو پوځیانو په منځ کې د طا-لبانو لخوا د امریکا د مرستو څخه د ګټې اخیستنې په اړه «اندېښنه او غوسه» مخ په ډېرېدو ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه دا نه ده څېړلې چې څنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د کورني سیاست له مخې د طا-لبانو تر ولکې لاندې افغانستان سره مرستې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې سیګار په راپور کې ویلي، ددې احتمال شته چې طا-لبان او نورې ترهګرې ډلې له افغانستان سره د امریکا مرستو ته مستقیم او غیر مستقیم لاسرسى ولري.

د سيګار په راپور کې راغلې، هغه بشري مرستې چې د دغو کڅوړو له لارې برابرې شوي دي، د طا-لبانو په پیاوړي کولو او مشروعيت ورکولو سره دوى ته غیر مستقیمه ګټه رسوي. «ځکه چې دا بودیجه طا-لبانو ته اجازه ورکوي چې د افغانانو لپاره د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو پر ځای په خپلو لومړیتوبونو او سیاستونو تمرکز وکړي.»

د راپورونو پربنسټ امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د طا-لبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره ۳.۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چېـد سیګار د می مياشتې د راپور له مخې، لږترلږه ٣٨ سازمانونو په افغانستان کې د طا-لبانو تر کنټرول لاندې ادارو ته د متحده ایالاتو د مالیه ورکونکو پیسو له ١٠.٩ ملیونه ډالرو څخه ډیر پیسې ورکړي دي.

د راپور له مخې، پیسې د مالیاتو، د جواز نوي کولو، ګمرکي فیسونو، د برېښنا سپمولو او نورو لګښتونو په توګه ورکړل شوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا