اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالب

ذاکر جلالی: حماس د مشرتابه له خلا سره مخامخ نه دی

دید خبرې آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار وايي، د حماس مقاومت غورځنګ د رهبرۍ له خلا سره مخامخ نه دی ځکه چې زرګونه روزل شوي غړي لري.

زمونږ د هیواد د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار ذاکر جلالی وایی چې حماس د خپل جنګی تاریخ په څلورمه لسیزه کې دی. د هغه بنسټ ایښودونکی “شیخ احمد یاسین” او بیا “عبدالعزیز رنتیسی” او اوس “اسماعیل هنیه” شهیدان شول.

د جلالي په وینا، حماس ثابته کړې چې د مشرتابه له تشې سره مخامخ نه ده. دا په زرګونو روزل شوي او تجربه لرونکي غړي لري چې د مشرتابه په ډیری مهارتونو سمبال دي.

هغه زیاته کړه: د جهادي مبارزې ترڅنګ، حماس یوه منظمه تعلیمي تګلاره لري، چې راتلونکي نسل ته روزنه ورکوي او د غورځنګ د ثبات او پرمختګ ضمانت کوي.

دوه ورځې وړاندې ښاغلي جلالي هم په خپله ایکس پاڼه یو پیغام خپور کړ چې د اسماعیل هنیه شهادت یې د جهادي مبارزې پیاوړتیا بللې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا