اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د الظواهري مړی پکتیا کې خاورو ته سپارل شوي

دید خبرې آژانس: یوې عربي رسنۍ لیکلي ده چې د القاعده شبکې د مشر الظواهري مړی پکتیا ولایت کې خاورو ته سپارل شوی دی.

یوې عربي رسنۍ د الظواهري د وژلو د کلیزې سره سم په کابل کې د هغه د اوسېدو او وژلو په اړه تازه جزییات خپاره کړي دي.

د الان خبري اژانس د خبر له مخې، په داسې حال کې چې طا-لبان په پیل کې د ظواهري له وژلو منکر شوي وو، د هغه مړی یې پټ په پټه د پکتیا ولایت په یوې لرې پرتې سیمه کې ښخ کړ.

دغه خبري اژانس ویلي، چې د طا-لبانو د استخباراتو یو غړي ظواهري تر کابله رسولی و او لږ تر لږه د استخباراتو ادارې درې تنه له دغې موضوع خبر شوي ول.

د دغه راپور پر بنسټ، ظواهري څو اونۍ د کابل په دوو بېلابېلو سیمو کې پاتې شوی و.

لومړی ځای یې یو پټه سیمه وه، چې د طالبانو د استخباراتو سره اړونده سیمه وه.

له هغې وروسته چې د هغې سیمې د پاسه بې پیلوټه الوتکې ولیدل شوې، هغه د علاوالدین سیمې ته ولېږدول شو.

د الان اخبار لیکلي، کله چې د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د القاعده شبکې له مشره خبر شو، هغه یې [د شېرپور] په سیمه کې یوې دوه پوړیزه ودانۍ ته بوت؛ خو امریکایانو د هغه استوګنځای مالوم او (د جولای په ۳۱مه) یې هغه هملته وواژه.

د الان خپرونې د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي، چې د ظواهري مړی د پکتیا ولایت ډ یوې لرې ولسوالۍ د «نېکه» په نامه سیمه کې ښح کړل شوی دی.

په کابل کې د ظواهري اوسېدل د امریکا او طا-لبانو تر منځ د شوې هوکړې څخه سرغړونه وه، له همدې امله د هغه د حضور او مرګ په اړه طا-لبانو انکار کړی و.

امریکایانو د کابل په شېرپور سیمه کې د هغه پر استوګنځای هل فایر توغندی وتوغاوه او هغه یې وواژه.

کله چې امریکایانو د الظواهري پر استوګنځای پر شېرپور کې د سراج الدین حقاني کور ته نږدې برید وکړ، لومړی طا-لبانو د هغه د اوسېدو او د هغه له مرګه انکار وکړ؛ خو وروسته یې بیا وویل چې هغوی به په دې اړه څېړنې کوي.

دغې ډلې تر اوسه د القا/عده شبکې د پخواني مشر د حضور مړینې او د هغه د ښځېدو د ځای ځایګي په اړه په ښکاره ډول څه نه دي ویلي.

خو د دې ټولو سره، سره طا-لبانو د ظواهري د اسوګنځای د افشا کېدو وروسته شاوخوا ۲۰۰ تنه ونیول چې بیا وروسته یې ډېر هغه کسان خوشې هم کړل.

د نیول شویو کسانو په ډله کې د طا-لبانو د استخباراتو هغه کس هم و، چې د القا/عده ډلې مشر یې تر کابله رسولی و. الان اژانس هغه د «نعمان» په مستعار نوم یاد کړی دی، چې له دوه کاله بند وروسته بیا خوشې شو او پاکستان ته ولاړ.

طا-لبانو د دې لپاره چې د الظواهري مړینه پټه پاتې شي، د هغه ځای ناستي سیف العدل ته یې ایران ته لیک واستوه او له هغه یې وغوښتل چې د ظواهري مړینه او د هغه پر ځای خپله ځای ناستي اعلان کړي.

طا-لبانو سیف العدل ته په استول شوي پیغام کې لیکلي و، چې طا-لبانو یو ځل په ۲۰۰۱ کال کې د اسامه بن لادن د ملاتړ له امله واک له لاسه ورکړ؛ اوس بیا دې ته چمتو نه دي، چې د الظواهري د حضور له امله لاس ته راغلی واک بېرته له لاسه ورکړي.

د دغه راپور له مخې، کابل ته د القاعده شبکې د مشر د سفر دلیل د هغه درملنه په یوه پرمختللي روغتون کې وه، ځکه هغه د زړه، پختورګو او پوستکي په ناروغیو اخته شوی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا