اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د اسماعیل هنیه د جنازې مراسم په تهران کې ترسره شول

دید خبرې آژانس: د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د جنازې مراسم نن (پنجشنبه د زمري ۱۱) په تهران کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې ګډونوالو د فلسطین بیرغ په لاس او د غزې د خلکو په ملاتړ یې شعارونه ورکول.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي د اسماعیل هنیه د جنازې لمونځ ادا کړ.

د يادونې وړ ده، چې ښاغلی هنیه پرون سهار (چهارشنبه د زمري ١٠مه) په تهران کې په خپل کور کې ووژل شو.

له دې پېښې وروسته حماس ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ایران کې د هغه وژنه تایید کړه.

ایراني چارواکو تر اوسه په تهران کې د ښاغلي هنیه د استوګنې، د دغه برید د څرنګوالي او ډول په اړه څه نه دي ویلي.

خو ځینو نړیوالو رسنیو ویلي، چې دا پېښه د ښاغلي هانيه پر کور د یوه لارښود توغندي د لګېدو له امله شوې ده.

ټاکل شوې چې د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعیل هنیه مړی په قطر کې خاورو ته وسپارل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا