اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهورزش او ځوانان

افغانستان له سویلي افریقا سره لوبه کوي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به د روان زيږديز کال په سپټمبر مياشت کې له سویلي افریقا سره درې پنځوس آوریزې لوبې وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دا به د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لومړۍ دوه اړخېزه سیریز وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ همداراز اعلان کړى چې دغه سیالۍ به د سپټمبر له ۱۸مې تر ۲۲مې( وږي ٢٨ د تلې لمړۍ نېټې) په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ همداراز اعلان کړی چې افغانستان به د روانې میاشتې له ۹ څخه تر ۱۳ نیټې پورې د نیوزلینډ پر وړاندې د يوې ټیسټ لوبې کوربه وي.

افغانستان په ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه نړیوال جام کې د سترو بریاوولاسته راوړلو سره د نړۍ د معتبرو لوبډلو پام ځان ته اړولی دی.

افغانستان د اسټرالیا او نیوزيلنډ په ګډون څو مخکښو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا