اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

زن مجله: طالبانو هر څه شاته وړي

دید خبرې آژانس: زن مجله په یوه مقاله کې لیکی دی چې طا-لبانو په افغانستان کې «هر څه» شاته وړي دي.

دغه مجلې لیکلي چې افغان ښځې او نجونې دا مهال د طا-لبانو له خوا د بنسټیز ظلم قربانيان دي.

په دې مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې نننى وضعیت کړکېچن دی؛ خو نړۍ د دې هېواد د ښځو او ټولو وګړو لپاره د تراژیدۍ له کچې بې خبره ده.

د دغې مقالې په يوه برخه کې راغلي: «افغانستان په اسانۍ سره د یوه داسې هېواد په توګه یادولی شو چې له اوږدې مودې راهیسې له جګړو او ویجاړیو سره مخ دی؛ خو په ۱۹۹۶ کال د طا-لبانو د واکمنۍ له لومړۍ دورې وروسته او بیا د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د بیا راتګ څخه مخکې افغانستان د پرمختګ په حال کې و.»

د زن مجله وايي، دا تصور کول اسانه دي چې هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شوي په بل ځای کې نه نشي پېښېدلى.

په مقاله کې همداراز راغلي چې په افغانستان ک د نجونو او ښځو د زده کړو حق یوه نړیواله مسٸله ده او باید ورته پام وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د ښځو پر وړاندې د طا-لبانو تاوتریخوالی د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په زیاتېدو دی او طا-لبان د افغان ښځو او نجونو د زده کړو، کار، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او د آزاد تګ راتګ حقونه تر پښو لاندې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا