اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

سمیع سادات وايې؛ د طا-لبانو ځیني غړي د امریکا د استخباراتو سره اړیکه لړی

دید خبرې آژانس: جنرال سمیع سادات؛ د افغانستان پخوانی پوځ جنرال ادعا کړي ده چې د طالبانو ځینې غړي لکه امیرخان متقي او سراج الدین حقاني د امریکا د مرکزي استخباراتو له ادارې سره په اړیکه کې دي.

سادات افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي دي چې د طا-لبانو د استخباراتو ځینې غړي هم د سي ای اې په چوپړ کې دي.

په دغه مرکه کې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوه، سادات وویل چې د طا-لبانو د استخباراتو د څانګې یو شمېر غړي له سي ای اې سره کار کوي او دا اداره هڅه کوي، چې د دغو کسانو له لارې د القاعده شبکې په اړه معلومات راټول او د دې شبکې په وړاندې د عملیاتو لپاره یې وکاروي.

د سادات په وینا: «د اميرخان متقي، انس حقاني، ملا داوود، (د ملا يعقوب ورور) او نور کسان په دوامداره توګه له سي ای اې سره په تماس کې دي او په متحده عربي اماراتو او قطر کې ملاقاتونه کوي او دغه سازمان ته معلومات ورکوي.»

خو هغه د هغو معلوماتو د کره‌والي په اړه شک څرګند کړ، چې دغه کسان یې سي ای اې ته ورکوي او د يادو کسانو سربېره ښايي يو شمېر نور طا-لب مشران هم وي چې له سي ای اې سره همکاري کوي.

ښاغلي سادات د امریکا له استخباراتي ادارې سره د طا-لبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني د همکارۍ په اړه وویل، چې نوموړی د خپل کشر ورور انس حقاني له لارې له دغه سازمان سره په اړیکه کې دی.

نوموړی وايي، د سي ای اې له کارکوونکو سره د مستقیمو خبرو کولو دلیل دا دی چې سراج الدین حقاني د امریکا د مطلوبو ترهګرو په نوملړ کې دی او د امریکا د قوانینو له مخې د سي ای اې غړي ورسره نه شي لیدلی.

خو د ښاغلي سادات په وینا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر سفر، د امریکا په غوښتنه تر سره شو او د ملګرو ملتونو له لوري د سفر اجازه ورکړل شوې وه.

دغه پخواني جنرال وايي:« ډېر احتمال شته، چې متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني سفر د سي ای اې له غړو سره د لیدو لپاره شوی وي. ځکه چې متحده عربي امارات دا خپلواکي نه لري، چې یو لوی نړۍوال ترهګر ته په خپله خاوره کې بلنه ورکړي او د هغه هیواد د دولت مشر ورسره وویني.»

سراج الدین حقاني امریکا ته یو له مطلوبو ترهګرو څخه دی، چې د امریکايي پوځیانو او افغان وګړو په وژلو کې یې د رول لرلو له امله امریکا د هغه د نیولو لپاره لس میلیونه جایزه ټاکلې ده.

په افغانستان کې د القاعدې د غړو شمېر

سمیع سادات همداراز ادعا وکړه، چې د القاعدې د غړو شمېر چې ملګرو ملتونو ۳۰۰ اعلان کړی، د سي ای اې د جاسوسانو له‌خوا دغه سازمان ته ورکړل شوی چې په افغانستان کې د القاعدې شمېر ډېر کم و ښیې.

تر دې مخکې د ښاغلي سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې په یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د القاعده د غړو شمېر لسګونو زرو ته رسېږي.

د سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې په یوه راپور کې ویلي، د القاعده شبکه په افغانستان کې «۸۰۰ قوماندانان او شاوخوا ۵۰ زره جنګیالي لري.»

د دې جبهې د راپور له مخې، د القاعده شاوخوا درې زره جنګیالي د پاکستاني طا-لبانو د غړو په ملاتړ د پاکستان له حکومت سره جنګېږي.

د راپور له مخې، په افغانستان کې د القاعدې ډېری قوماندانان له عراق، سوریې او یمن څخه راغلي او د دې شبکې د ځواکونو په منځ کې په زرګونو روزونکي هم شته چې افغانستان او له افغانستانه د باندې تګ راتګ کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا