اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مک کال: د افغانستان سقوط د داعش د عملیاتو د پراختيا لامل شول

دید خبرې آژانس: د متحده ايالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال ویلي، د طا-لبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته زرګونه «ترهګر» د بګرام له هوايي اډې له زندانونو وتښتېدل، چې د دا/عش د بهرنیو عملیاتو د زیاتوالي لامل شول.

ښاغلي مک کال د سي بي سي نيوز شبکې سره په یوه مرکه کې د بایډن ادارې پر بهرنيو تګلارو نیوکه وکړه او هغه یې د «ترهګرو» ډلو لکه داعش لپاره یو فرصت وباله چې په متحده ایالاتو برید وکړي.

هغه په ​​دې مرکه کې وویل: «موږ د افغانستان سقوط درلود په زرګونو دا/عش جنګیالي د بګرام له زندانه وتښتېدل او بالاخره د افغانستان، تاجکستان او پاکستان په سیمو کې میشت شول.»

د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر زياته کړه:« د دا/عش خراسان څانګه خپله لاره پرانیزي دوی د مکسیکو له لارې متحده ایالاتو ته ننوځي او پوښتنه دا ده چې په دغه ځاى کې د دوى نورڅومره دي؟»

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي رسنیو د جون په لړمړيو کې راپور ورکړ چې د امریکا فدرالي پولیسو په متحده ایالاتو کې اته تنه له دا/عش سره د تړاو په تور نیولي دي.

تر دې مخکې سي اېن اېن د څو امریکايي چارواکو په حواله ویلي وو چې د دا/عش د غړیتوب په تور د یو شمېر تاجک اتباعو نیول د امریکا په خاوره کې د دغې ډلې د اړوندو کسانو له خوا د احتمالي برید په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.

د سې اېن اېن په دغه راپور کې ویل شوي چې دا لا څرګنده نه ده چې دوی څنګه له دا/عش سره یوځای شوي او داسې کوم باوري شواهد نشته چې وښيي دوی د«ترهګريزې دسیسې» د یوې برخې په توګه متحده ایالاتو ته لېږل شوي وي.

د يادولو وړ ده، چې جمهوري غوښتونکو په کراتو پر ډیموکراټانو نيوکه کړې چې د لاتینې امریکا له لارې امریکا ته د کډوالو د ننوتلو مخه نه نیسي.

د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې چې که د نومبر میاشتې ټاکنې وګټي نو له مکسیکو سره به پر پوله دېوال جوړ کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا