اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو د دفاع وزارت: په بګرام هوايي اډه کې چین له مونږ مرسته نکوي

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په بګرام هوايي اډه کې د چین په مرسته د هوايي مدافع نصبول له حقیقته لرې بولي.

ښاغلي خوارزمي وویل، چې په بګرام کې د هوايي مدافع په نصبولو کې د چین د مرستې په اړه د وزارت په نوم خپور شوی مکتوب جعلي دی.

عنايت الله خوارزمي پر اېکس پاڼه ليکلي: «د یو جعلي مکتوب پر بنسټ د ځینو رسنیو ادعا چې چین په بګرام کې د هوايي دفاع په نصبولو کې همکاري کړې، په بشپړه توګه بې اساسه او له حقیقته لرې ده.»

تر دې وړاندې په ځینو سیمه ییزو رسنیو کې یو لیک خپور شوی و، چې په کې « افغانستان د چين په همکارۍ د هوايي کنټرول د اخيستو لپاره د چمتوالي» یادونه شوې وه.

د طا-لبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) د افغانستان هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې ته په اشارې سره وویل، چې دوی هڅه کوي د هوايي حریم کنټرول په لاس کې واخلي.

ملا یعقوب ویلي، څنګه چې طا-لبانو د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه کړې، د هوايي حریم کنټرول به هم په لاس کې واخلي.

وروسته له هغه چې طا-لبان په ۱۴۰۰ کال د زمري په مياشت کې واک ته ورسېدل بې پيلوټه الوتکې په پرله پسې ډول په مختلفو ولایتونو کې ګزمې کوي.

امریکايي چارواکو تایید کړې، چې دوی له فضا څخه د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري.

د طا-لبانو ویاند تر دې وړاندې ویلي وو، طالبان توانېدلي چې د افغانستان خاوره د امریکایانو له «اشغال» وژغوري؛ خو د افغانستان هوايي حریم لا هم د «اشغال» په حال کې دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا