اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

اوچا وایي؛ د افغانستان نیمایي نفوس په بې وزلۍ کې ژوند کوي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي چې ۱۲.۴ میلیونه خلک د خوړو له ناخوندیتوب سره مخ دي.

د دغه راپور له مخې، ۴۸ سلنه یعنې د هیواد نیمايي نفوس په بې وزلۍ کی ژوند کوی.

په دغه راپور کې همداراز راغلي، چې په ټول افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان وايي، په افغانستان کې بشري ناورین له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو په شمېر کې د زیاتوالي له امله لا پسې سخت شوی دی.

اوچا د چاپیریال ننګونې لکه د تودوخې لوړوالی، د ورښت د ډولونو بدلون، دوامداره وچکالۍ او د اوبو کمښت چې په پراخه کچه د صحرا کیدو د پراختيا لامل کیږي، او همدارنګه د سېلابونو راوتل، په هیواد کې د بشري ناورین د زیاتوالي نورو عواملو په توګه ياد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې سازمان مخکې ویلي وو چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د بشري فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د بودیجې له کمښت سره مخامخ دي.

دغه سازمان وايي، که په کافي او پر وخت بودیجه برابره نه شي، اوسنی بشري ناورین به لا پسې خراب شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا