Uncategorizedافغانستانسیاسيسیمه

قزاقستان د افغانستان د سولې او امنیت له پالیسیو ملاتړ کوي

ښاغلی محمد حنیف اتمر چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د قزاقستان پلازمېنې استانې ته تللی دی او هلته یې د نوموړي هېواد له چارواکیو سره د سولې، امنیت او اقتصادي چارو په باب خبرې اترې پیل کړي دي او د خپلو ویناوو په ترڅ کې یې قزاقستاني چارواکيو ته ویلي چې قزاقستان افغانستان ته ځانګړی ارزښت لري.

زوما کانوف د قزاقستان د ملي امنیت شورا مشر له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په سیمه ایزه اجماع ټینګار وکړ.

پاموړ ده، چې قزاقستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی شوی دی او افغان چارواکیو ته یې ژمنه ورکړه، چې په دې شورا کې به د افغانستان له سولې ملاتړ کړي .

قزاقستان لېواله دی، چې د جنوبي اسیا او منڅنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ اقتصادي پول شي او په دې چار کې یې د افغانستان په همکارۍ ټینګار کړی دی .

د هېواد د ملي امنیت شورا مشر په قزاقستان کې د اقتصادي نندارتون جوړول یو ښه اقتصادي فرصت وبال او داچې افغانانو ته یې هم پکې ګډون ورکړی و، منندوی شو.

 

Back to top button