اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

مولوي عبدالکبیر ایران ته ولاړ

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه ایران ته په درې ورځني سفر ولاړ.

ویل کیږي،‌ چې نوموړی به د درېیو ورځو لپاره په ایران کې پاتې شي.

د طا-لبانو تر واک لاندې ارګ په اېکس پاڼه د دوشنبې په ورځ د (زمري اتمه) لیکلي، چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران په رسمي بلنه یاد هېواد ته په سفر ولاړ.

د معلوماتو له مخې، دغه طا-لب چارواکی به د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون تر څنګ یو شمېر نورې رسمي ناستې او لیدنې هم ولري.

مولوي عبدالکبیر به د ایراني چارواکو سره په رسمي ناستو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل او د همکاریو په پراختیا خبرې وکړي.

ویل کیږي چې دغه طالب پلاوی به د درې ورځني سفر پر مهال په ایران کې د یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره هم وګوري.

دغه طا-لب پلاوی په داسې حال کې ایران ته سفر کوي، چې په ورستیو څو ورځې کې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر ضد په دغه هېواد کې لاریونونه شوي او همدارنګه د ایرانیانو له لوري د افغان کډوالو د ځورولو تر څنګ هغوی په دغه هېواد کې له کار کولو څخه هم منع شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا