په کانګرس کې د طا-لبانو د تروریستي سازمان د پېژندلو په ټوګه طرح وړاندې شو
دید خبرې آژانس: د امریکا د ولسي جرګې استازې نانسي مېس کانګرس ته یوه لایحه وړاندې کړه چې له مخې یې غواړي طا-لبان د بهرني ترهګر سازمان په توګه وپېژندل شي.
د «ترهګرو دولت د رسمیت پېژندلو د مخنيوي» په نوم لايحه د طا-لبانو حکومت د رسمیت پېژندلو مخه نيسي، چې تر اوسه یې یو هېواد هم په رسمیت نه پېږي.
هغې وويل: “ازادي او عدالت ایجابوي چې موږ هر ډول ظلم او استبداد رد کړو.” “دا لایحه به دا یقیني کړي چې متحده ایالات به هیڅکله د طا-لبانو تروریستي رژیم په رسمیت ونه پېژني.”
اغلې مېس وویل، “موږ به د امریکا د حکومت د هغو اقداماتو په منع کولو سره چې طا-لبانو ته مشروعیت ور کوي او د دې ډلې حکومت د یوه داسې دولت په توګه په رسمیت پېژندلو سره چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، د دغه یاغي حکومت د بربریت پر وړاندې په کلکه ودرېږو.”
د مېس دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، که دغه لایحه تصویب شي، نو د طا-لبانو د تسلیمېدو یا رسمیت پېژندلو مخه به ونیسي.
په بیان کې راغلي: “دا قانون به منځني ختیځ ته یو واضح پیغام واستوي: متحده ایالات به هېڅکله د ترهګرو تر کنټرول لاندې رژیم ته مشروعیت ورنه کړي.”
دا لومړی ځل دی چې په کانګرس کې د طا-لبانو د رسمیت پېژندلو د مخنیوي لپاره داسې طرحه وړاندې کیږي.
د نانسي مېس په وینا، د دې لایحې یو مهم ټکي دا دي چې د امریکا هیڅ دولتي اداره نه شي کولای د طا-لبانو رژیم په رسمیت وپېژني او یا د هغه لپاره بودیجه ځانګړې کړي.
دا لایحه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې ته اړ کړي چې طا-لبان د “ترهګرۍ ملاتړي حکومت” او “بهرني ترهګر سازمان” په توګه معرفي کړي.