اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالب

پاکستان طا-لبانو ته؛ د ټي ټي پي پر وړاندې ګامونه پورته کړي

دید خبرې آژانس: افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي درانی له طا-لبانو څخه غواړي چې د ټي ټي پي(تحریک طا-لبان پاکستان) په وړاندې رغنده ګامونه پورته کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، اصف علي دراني د پاکستان د سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ په غونډه کې ادعا کړې، چې ترهګري له افغانستانه سرچینه اخلي او دا مسأله د ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډيو هېوادونو لپاره اندېښمنوونکې ده.

د اصف علي درني په خبره، اسلام اباد په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي: «هغه ترهګري چې له فغانستانه سرچینه اخلي، نه یوازې د پاکستان بلکې د نورو ګاونډیو هېوادونو لکه چین، ایران، تاجیکستان او ازبیکستان لپاره هم اندېښمنوونکې ده.»

خو اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د نړۍ د ټولو هېوادونو پر وړاندې خوندي ده.

د اسلامي امارت ویاند، حمید الله فطرت ویلی دی چې افغانستان اوس مهال امن دی او له افغانستانه هیڅ هېواد ته ګواښ نشته. او دغه راز افغانستان کې هیڅ ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي.

اسلامي امارت تر دې وړاندې هم په وار وار ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به د نړۍ هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا