اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

وثیق: افغانستان کې د هیڅ ترهګري دلي مرکزونه نشته

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د د طا-لبانو سرپرست حکومت د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق وايي، په افغانستان کې د هغو ډلو هېڅ مرکزونه او فعالیت نه شته چې نړۍوال سازمانونه یې په اړه راپورونه ورکوي؛ بلکې افغانستان د هغو ډلو ښکار دی، چې مرکزونه یې په ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې دي.

د طا-لبانو د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق د پنجشنبې په ورځ د (زمري ۴مه) د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت له لوري «د امنیت نیوونکو مجاهدینو د تقدیرولو » تر سرلیک لاندې غونډه کې وویل، افغانستان د هغو ډلو ښکار دی چې مرکزونه او فعالیتونه یې په ګاونډیو هېوادونو کې دي.

نوموړي په دې اړه په ځانګړې ډول د کوم هېواد د نوم یادونه ونه کړه؛ خو ویي ویل:« په افغانستان کې د هغو ډلو هېڅ مراکز نه شته د کومو چې د ځینو نړۍوالو سازمانونو په راپورونو کې یادونه کېږي او نه یې کوم فعالیت شته؛ بلکې افغانستان د ځینو هغو ډلو د تخریبي کړنو ښکار دی، چې د افغانستان په ګاونډ او سیمه کې مرکزونه لري.»

همدارنګه نوموړي په خپلو خبرو کې ادعا وکړه، چې په تېر وخت کې استخباراتي ادارو بې ګناه کسان ربړولي؛ خو د یادې ډلې واک ته له رسېدو وروسته شکنجو او ربړونې پای ته رسېدلې دي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ څو ځله په خپلو راپورونو کې طا-لبان تورن کړي، چې دغه ډله د صحرايي محکمو له لارې سزاګانې ورکوي او په زندانونو کې بندیان ربړوي.

د طا-لبانو د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق وايي، یاده اداره د بشپړ قانون له مخې چې ټول مواد یې د شریعت او حنفي فقهې پر اساس جوړ شوي، د عالمانو له لوري تایید شوی او د یادې ډلې د مشر ملا هیبت الله له لوري توشیح شوي دي خپلې کړنې ترسره کوي.

وثیق وايي، ځینې کړۍ هڅه کوي چې د طا-لبانو د استخباراتو ادارې په اړه ناسم تبلیغات خپاره کړي.

وثیق زیاتوي، چې د یادې ادارې کړنلارې د تېرو استخباراتي سازمانونو او دارو له بڼې سره توپیر لري او اوس یاده اداره یو قانونمند ارګان دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د دغې ادارې کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوې او لاهم د هغوی روزنه روانه ده.

خو نوموړي دا نه ویل، چې د چا په مرسته د طا-لبانو د استخباراتو ریاست کارکوونکو ته روزنه ورکول کېږي.

دغه طا-لب چارواکي په خپلو خبرو کې ادعا وکړه، چې افغانستان د نړۍ د امن لرونکو هېوادونو په نوملړ کې راځي او د دوی (طا-لبانو) مخالفې ډلې یې ځپلې دي.

نوموړی وايي، طا-لبانو د افغانستان د وګړو فزیکي امنیت ترڅنګ د رواني امنیت ساتلو ته هم پاملرنه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا