اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د غزه شهیدانو شمیر ۳۹۱۴۵ تنو ته ورسیده

دید خبرې آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت په خپل تازه راپور کې ویلی چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۳۹۱۴۵ تنو ته رسیدلی دی.

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۹ زره ۱۴۵ او د زخمیانو شمیر ۹۰ زره ۲۵۷ تنو ته رسیدلی دی.

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټی رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزې تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۵۵ کسان شهیدان او ۱۱۰ نور ژوبل شول.

د غزې د روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د جګړې له ۷۰ سلنې څخه زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي او د غزې په تړانګه کې تر لسو زرو زیات کسان لادرکه او تر خاورو لاندې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا