اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د امریکا متحده ایالاتو د پټو خدمتونو مشرې استعفا وکړه

دید خبرې آژانس: سپینې ماڼۍ وايې چې د متحده ایالاتو د پټو خدمتونو مشرې کيمبرلي چیټل د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ نوماند ډونالډ ټرمپ د وژنې د ناکامې هڅې په تړاو د دې ادارې په فعالیت له سختو نیوکو وروسته استعفا کړې ده.

رویټرز راپور ورکړ چې د پټو خدمتونو اداره چې د متحده ایالاتو د پخوانیو او اوسنيو ولسمشرانو او ناستو د ساتنې دنده پر غاړه لري، وروسته له هغه، له کړکېچ سره مخ شوه چې یوه وسله وال د جولای په ۱۳مه په پنسلوانیا کې پر ټرمپ ډزې وکړې.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه بيانيه کې په تېرو څو لسیزو کې د پټو خدمتونو د مشرې د مسٶلیت او خدمت ستاینه کړې ده.

په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر الخاندرو مایورکاس ويلي چې رونالډ رو، د پټ خدمت مرستیال، چې د دغه امنیتي ادارې ٢٤ کلن تجربه کار دی، د يادې ادارې سرپرست په توګه به دنده ترسره کړي.

جو بایډن کيمبرلي چیټل د یو داسې کس په توګه ستايلې چې د متحده ایالاتو د پټو خدمتونو د کار په موده کې يې له ځان تېرېدنې او خپل ژوند په خطر کې اچولو سره د متحده ایالاتو ساتنې ته خپل وخت ورکړی دی.

بایډن وویل: «د یوې مديرې په توګه د یوې  داسې ادارې بشپړ مسؤلیت په غاړه اخيستل چې د عامه خدمتونو یو له خورا سختو دندو پرمخ وړي  وقار ، زړورتیا او ډېر صداقت ته اړتیا لري.»

د امریکا د پټو خدمتونو اداره د کانګرس د څو کمیټو او د متحده ایالاتو د کورني امنیت د داخلي څارنې ادارې لخوا د خپل فعالیت په اړه د څېړنو سره مخ دي. د امریکا ولسمشر هم پر ټرمپ د وژنې ناکامې هڅې په تړاو د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.

د امریکا د پټو خدمتونو مشرې د ډونلډ ټرمپ د وژنې ناکامه هڅه په ورستۍ لسیزه کې د نوموړې تر ادارې لاندې د سازمان «لویه عملیاتي ناکامي» بللې ده.

د يادولو وړ ده، چې کيمبرلي چیټل په ٢٠٢٢ کې د متحده ایالاتو د پټو خدمتونو د ادارې تر رياست دمخه ٢٧ کاله په دغه سازمان کې دنده ترسره کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا