اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

مکرون افغان میرمنې ته: راتلونکې ته هیله‌مندې و اوسي

دید خبرې آژانس: د فرانسې ولسمشر ویلي، چې هره ورځ افغان ښځې او نجونې له افغانستانه د امریکا د وتلو د پرېکړې بیه پرې کوي.

ایمانوېل مکرون د افغانانو ځواکمنتیا ته په اشارې سره له افغان مېرمنو او نجونو وغوښتل، چې «راتلونکې ته هیله منې اوسي.»

د فرانسې ولسمشر ازادۍ راډیو ته په مرکه کې چې د سه شنبې په ورځ یې خپره کړه، وویل:« هر څه چې مو په واک کې لرل هغه مو ترسره کړل، له دې پرېکړې وروسته (د امریکا له وتلو وروسته) د کډوالو د منلو او د خلکو د ساتنې لپاره مو هر څه وکړل.»

هغه ومنله، چې افغان ښځې او نجونې له دې پرېکړې اغېزمنې شوې او هره ورځ يې بيه پرې کوي.

د فرانسې ولسمشر د افغانانو ستاينه وکړه او ويې ويل:« زه په دې هم پوهېږم، چې ستاسو خلک څومره پياوړي دي.»

مکرون زیاته کړه:« زه غواړم دا پیغام د افغانستان ښځو او نجونو ته ورسوم، چې د راتلونکې لپاره هیله‌مندي ولري.»

فرانسې او نورو لوېدیځو هېوادونو له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې پر طالبانو فشار راوړی، چې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه پای ته ورسوي.

خو داسې ښکاري، چې طا-لبانو له بهرنیو فشارونو سره، سره انعطاف نه دی ښودلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا