اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ندیم: کارپوه بشري ځواک روزو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت د لوړو زدکړو وزیر ملا ندا محمد ندیم وايي، اړوند وزارت داسې بشري ځواک روزي چې دې ته اړتیا پیدا نشي چې د پروژو د پلي کولو لپاره له بهر افغانستان ته کسان وغوښتل شي.

خو پر طا-لبانو نیوکه دا ده چې واک ته رسېدو راهیسې له ادارو مسلکی کسان لرې کوي او خپلې خوښې کسان ګماري.

ملا ندا محمد ندیم نن د «کار ملي کنفرانس» ته وینا کې ټینکار وکړ چې د فساد کچې کمولو لپاره د کار زمینې برابرول مهم دي.

ندیم زیاتوي چې د طا-لبانو د لوړو زدکړو وزارت ډاډ ورکوي، چې په ټولو اړوندو برخو کې په کارپوه بشري ځواک روزي.

د نظر خاوندان په دې اند دي چې تېر جمهوریت ړنګېدو سره د طا-لبانو له وېرې او سختو بندیزونو له امله مسلکي بشري ځواک له وطن څخه وتلو ته مجبور شو او پاتې یې هم د وتلو هڅې کوي.

دغه طالب چارواکی په داسې حال کې د بشري ځواک د تیارولو ډاډ ورکوي چې دغه ډلې د حکومت له پیل مسلکي کسان له دولتي ادارو څخه وشړل او پرځای یې خپل کسان وګمارل.

د طا-لبانو د لوړو زدکړو وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خیرخواه ویلي و، چې شاوخوا له ۲۰۰ تر ۲۵۰ تنه د پوهنتون استادان له افغانستانه وتلي دي.

خو ځینې راپورونه وايي، چې یوازې له کابل پوهنتون تر څلور سوو استادان بهر وتلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا