اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو د امنیتي ادارو له مشرانو سره د ملا هبت الله آخندزاده مهمه غونډه

دید خبرې آژانس: سرچینې وایې چې د طا-لبانو مشر ملا هبت الله آخند زاده د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او استخباراتو ریاست له مشرانو او مرستیالانو سره په وروستۍ غونډه کې ويلي، چې د ټي ټي پي د فعالیت مخه باید ونیول شي او په ډېورنډ کرښه باید د دا/عش د مخنیوي تدابير زیات کړي.

په غونده کې د دا/عش ډلې د فعاليت پر مخنيوي او خپل منځني جنجالو پر حل هم خبري شوي.

د طا-لبانو مشر هبت الله اخوندزاده د تېرې يکشنبې په ورځ ( د چنګاښ ۲۵مه) نېټه په کندهار کې له څو میاشتو وروسته په لومړی ځل د طا-لبانو امنیتي مشران ور وبلل، چې د داخلي امنيت د ټينګښت او خپل منځنۍ شخړو د حل په موخه ورسره خبرې وکړي.

په دې غونډه کې د طا-لبانو کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني، د هغه مرستيال صدر ابراهيم، د دفاع وزير ملایعقوب او مرستيال قیوم ذاکر، د استخباراتو مشر عبدالحق وثيق او د هغه لمړی مرستيال تاجمير جواد ترڅنګ ملافاضل مظلوم، د کندهار، غزني، پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر واليانو هم ګډون درلود.

سرچينې ويلي، چې د طا-لبانو د خپل منځني جنجالونو له کبله د وسله والو ډلو په خاص ډلو د دا/عش فعالیت د زياتېدو او د پاکستان پوځ له خوا ډېورنډ کرښې ته په نږدې سیمو کې د احتمالي عملياتو په پايله کې د طا-لبانو مشر اړ شو، چې امنیتي مسوولين ور وبلي.

سرچينه زياتوي، چې په غونډه کې تر ډېره د پاکستاني طا-لبانو تحريک د فعالیتونو پر مخنيوي خبري شوي او هبت الله اندېښنه څرګنده کړې، که په پاکستان کې پر ټي ټي پي عمليات زياتيږي باید افغانستان ته د دې ډلې د غړو د تګ مخه ونيول شي.

سرچينه وايي؛ په غونډه کې هبت الله اخوندزاده د امنيتي ادارو له مسولينو څخه هم ناخوښي څرګنده، چې د نوموړي اطاعت نه کوي.

د سرچينې په خبره، چې د طا-لبانو مشر د تصفيې کمېسيون د فعالیتونو څخه هم خوښ نه و او اندېښنه يې څرګنده کړه، چې لا هم په ډېرو سېمو کې يو شمېر کسان د «پرديو کړيو په اشاره وسله وال فعالیتونه» تر سره کوي، چې باید په جدي توګه یې مخه ونيول شي.

هبت الله په دې امنيتي غونډه کې ویلي، چې لا هم وسله والي غلاوې، مرموزې وژنې، انسان تښتونې او ورته نورې پېښې شته دي.

نوموړي خپلو امنيتي مسوولینو ته ویلي که اطاعت ونه کړي پر نويو تغيراتو به غور وکړي.

دوې ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، افغان طا-لبان دې په پاکستان کې په ترهګريزو پېښو کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې جدي ګام واخلي.

هغې په خپلې اونیزې خبري ناسته کې ویلي، د حافظ ګل بهادر ډلې افغانستان کې پناه اخستې او په پاکستان کې په ترهګرۍ کې لاس لري.

نوموړې ویلي، چې پاکستان د بنو د برید په تړاو له افغانستان سره خپله اندېښنه شریکه کړې ده.

تر دې وړاندې په اسلام اباد کې د طا-لبانو سفير سردار احمد شکېب د پاکستان د اندېښنو په ځواب کې ویلي وو، چې دوی به په افغانستان کې د پاکستان طالبانو تحريک ډله وځپي.

ویل کیږې چې په راتلونکې مياشت کې د پاکستان يو لوړ پوړی پلاوی د طا-لبانو سره د ليدنې لپاره افغانستان ته راځي او تر ډېره به د دواړو هېوادو د امنيتي وضعت د ښه کېدو په اړه خبري وکړي.

د طا-لبانو مشر په امنيتي ادارو کې «د فرمانونو او امر نه منلو له کبله دا/عش ډله پر قوي کېدو ده» او که خپل منځني جنجالونه حل نه شي او امنيتي وضعت کنټرول نه شي د دې ډلې د فعاليت زياتېدو وېره شته.

درې ورځي مخکې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي ويلي وو، چې دا/عش او یو شمېر ډلو د عاشورا پر مراسمو د برید پلان درلود.

د هغه په خبره، چې له تېر یو کال راهیسې د عاشورا پر مراسمو د برید پلان و؛ خو دغې ډلې یې مخه ونیوله.

د دې سره ترڅنګ د سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې په یوه راپور کې ویلي، چې د القا/عده شبکه په افغانستان کې «۸۰۰ قوماندانان او شاوخوا ۵۰ زره جنګیالي» لري.

د دې جبهې په وینا؛ د القا/عده شاوخوا ۳ زره جنګیالي د پاکستاني طا-لبانو د غړو په ملاتړ د پاکستان له حکومت سره جنګېږي.

د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د القاعدې ډېری قوماندانان له عراق، سوریې او یمن څخه راغلي او د دې شبکې د ځواکونو په منځ کې په زرګونو روزونکي هم شته چې ډېر ځله افغانستان او بهر ته تګ راتګ کوي.

د طا-لبانو مشر هبت الله په داسې حال کې د طا-لبانو حکومت امنیتي ارګانونو سره ناسته کړې، چې ملګرو ملتونو په خپل کلني رپوټ کې افغانستان کې د امنیتي پېښو د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

ملګرو ملتونو دا هم ویلي، چې د طا-لبانو حکومت هڅه کړې سیاسي او اقتصادي ډګرونه پیاوړي کړي؛ خو د حکومتولۍ په اساسي مسلو کې زیاتېدونکو داخلي اختلافاتو سره مخ دي.

بل خوا ملګرو ملتونو دا هم ویلي، چې د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القا/عده او دا/عش په څېر ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شوی دی.

دېر وخت طا-لب مشران په افغانستان کې د وسله والو ډلو فعالیت رد کړي او دا يې «پرديو کړيو تبلغات» یاد کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا