اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو استخبارات: د محرم په لسمه ورځ کې ۱۳ تنه و نیول شول

دید خبرې آژانس: یو شمیر سرچېنی وایی چې طا-لبانو د عاشورا په لسمه نېټه د هرات په جبریل سیمه کې ۱۳ تنه نیولي، چې برخلیک یې څرګند نه دی.

دوی وروسته له هغه ونیول شول چې د طا-لبانو د استخباراتو له خوا د محرم بیرغونو د ښکته کولو له امر څخه یې سرغړونه وکړه.

ویل کیږی چې طا-لبانو دغه ځوانان د سه شنبې په ورځ د حاجی عباس په سیمه او المهدي ښارګوټي کې نیولي دي.

د طا-لبانو استخباراتو د صمد هزاره په نوم یو کس چې د حاجي عباس سیمې د ​​ځوانانو مشر و، له ۱۳ نورو کسانو سره نیولی چې تر اوسه پورې یې برخلیک معلوم نه دی.

طا-لبانو تر اوسه پورې د نوموړي د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

د راپورونو له مخې دغې ډلې د محرم په مراسمو کې د امنیت د ټینګښت په پلمه د کابل لوېدیځ ټولې لارې بندې کړې او د عاشورا یو شمېر کسان یې ووهل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا