اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

د ۱۴۰۳ کال د کانکور آزموینه عمومی اول نمره د حبیبیه لېسې څخه دی

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واک لاندې د کانکور ازموینو ملي ادارې له لوري د کابل د حبیبیه لېسې زده‌کوونکی اتل خان رحیم زوی د ۳۵۹،۶۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینه کې عمومي اول نمره اعلان شو.

نوموړی د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د طا-لبانو له لوري نجونو ته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۳۱مه) نېټه د طا-لبانو تر واک لاندې د کانکور ازموینو د ملي ادارې له لوري د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې.

د ۱۴۰۳ کال د کانکور په ازموینو کې د کابل اوسیدونکی اتل خان رحیم زوی د ۳۵۹،۶۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکور عمومي اول نمره اعلان شوی او د کابل طب پوهنځي ته بریالی شو.

د بلخ ولایت اوسیدونکی سید حامد هاشمي د ۳۵۷،۷۱ نمرو په ترلاسه کولو د کانکو ازموینو دویم نمره اعلان شو او د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د فراه ولایت اوسیدونکی شفیع الله نظامي د اقرا علم خصوصي ښوونځۍ زده کوونکی د ۳۵۷،۲۵ نمرو په ترلاسه کولو سره عمومي دریم نمره اعلان شو او د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شو.

همدارنګه د کابل ولایت اوسیدونکی زین الله ۳۱۰ نمرو په ترلاسه کولو د دیني مدرسو په ازموینه کې لومړی مقام ګټوونکی اعلان شو او د کابل پوهنتون د شریعاتو پوهنځۍ ته بریالی شوی دی.

د کانکور سږنۍ ازموینه د نجونو له ګډون پرته واخیستل شوه.

د طا-لبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې سرپرست، عبدالباقي حقاني وایي، سږکال کانکور ازموینه کې ۴۱ زره او ۲۹۳ تنه لوړو زده‌کړو ته، ۲۱۴۴ تنه نیمه لوړو زده‌کړو ته او ۱۳۰۱ تنه هم دیني مدرسو ته بریالي شوي دي.

د حقاني د معلوماتو له مخې، په دغه ازموینه کې ۱۷ زره او ۷۲۱ تنه بې پایلې پاتې دي، ۲۴ زره او ۳۹ تنه په شرایطو برابر او ۱۷ زره او ۷۶۰ تنه یې دویم ظرفیت ته ځانګړي کړي دي.

د ۱۴۰۳ کال د عمومي کانکور ازموینو د پایلو د اعلان مراسمو کې لوړپوړو طالب چارواکو هم ګډون کړی وو.

د طا-لبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، سږکال د تېر کال پرتله د بریالیو کسانو شمېر زیات دی.

نوموړی وايي، په افغانستان کې یې د زده‌کړیالانو لپاره د زده‌کړو لپاره خوندي چاپیریال رامنځته کړی.

د نوموړي په خبره نور به پوهنتونونه کې د ډلو ټپلو جوړولو ځای نه وي.

همدارنګه د رییس الوزار اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کانکور د پایلو اعلان په مراسمو کې په خپله وینا کې وویل: افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره مونږ (طا-لبان) په هره برخه کې مسلکي او تجربه لرونکو ځوانانو ته اړتیا لرو.

نوموړي وویل: «نن عالمانو، انجینرانو، ډاکترانو او مسکلي کسانو ته ځانګړې اړتیا لرو.»

خو نوموړي په خپلو خبرو کې د نجونو د زده‌کړو او ښځینه مسلکي کادرونو په اړه یادونه ونه کړه.

د کانکور ازموینو د اعلان پر مهال د طا-لبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار، ډاکټر فاروق اعظم وویل: د کانکور ازموینه د یوه هېواد د زده‌کوونکو د علمي وړتیا د څرګندولو لپاره یو مهم میکانیزم دی.

د نوموړي په خبره کار اهل کار ته د سپارلو په موخه، ازموینه اخیستل یوه مهمه چاره ده.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې د طا-لبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې په ملکي او نظامي ادارو کې د زرګونو مسلکي کسانو پر ځای ملایان او قاریان په دندو وګمارل شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا