د عنابي وروستیو څرګندونو ته د سیاف غبرګون
دید خبرې آژانس: په پنجشېر ولایت کې د یحی عنابي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ویلي، چې د «نامحرمو ښځو بدن بربنډول او د هغه لمس کول په اسلام کې ناروا کړنه ده او دا د اسلام په حق کې ستر جنایت دی.»
ښاغلي سیاف تېره شپه د (چنګاښ ۳۰مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د نامحرمو ښځو بدن بربنډول او د هغه لمس کول د اسلامي شریعت پر بنسټ ناروا عمل دی.»
په پنجشېر کې دینی عالم یحی عنابي په دغه ولایت کې په خپله یوه وینا کې د طا-لبانو د استخباراتو له لوري د یوې ښځينه فعالې زرمینه پرياني د نیول کېدو او زنداني کېدو په اړه په زغرده وویل چې، «دا ښځه باید د کابل په څلورلارو کې بربنډه شوې وای چې نورو داسې ښځو ته عبرت ګرځېدلی واى.»
د ښځو د حقونو دغې فعالې د طا-لبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته، په رسنیو کې ويلي چې په زندان کې طا-لبانو «بربنډه» کړې ده.
نړېوالو د بشري حقونو سازمانونو تر دې وړاندې هم طا-لبان په زندانونو کې د ښځو او نجونو سره په تاوتریخوالي او ناوړه چلند تورن کړي دي.
تر دې وړاندې هم د په افغانستان کې د ښځو حقونو فعالان د طلبانو استخباراتو ادارې نیولې او په زندانونو کې یې تر ناوړه چلند او جنسي تېریو وروسته له هغوی ویډیوګانې د دې لپاره کړې چې هغوی د بیا غږ پورته کولو پر مهال پر وګواښي.
طا-لبانو تر اوسه پورې د پخواني جهادي قوماندان سیاف داسې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.