اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

نادر نادري په افغانستان کې د امریکا د جګړې د بیا کتنې د کمیسیون کې شهادت ورکړ

دید خبرې آژانس: له طا-لبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي پخواني غړي نادر نادري په افغانستان کې د امریکا د جګړې د بیا کتنې د کمیسیون په لومړۍ غونډه کې شهادت ورکړ.

ښاغلي نادري وویل، چې امریکا کولای شو د افغان حکومت له کمزوري کولو او له طا-لبانو سره له خبرو پرته له افغانستانه په خوندي توګه ووځي.

په افغانستان کې د امریکا د جګړې د بیا کتنې د کمیسیون لومړۍ غونډه د جمعې په ورځ د امریکا د پخوانیو سرتیرو په دفتر کې جوړه شوه.

ښاغلي نادري په دې بیاکتنه کې وویل، چې امریکا په افغانستان کې د خپل حضور په وروستیو کلونو کې په یو اړخیزه توګه او افغان حکومت سره له مشورې پرته له طا-لبانو سره خبرې پیل کړې څو له افغانستانه په خوندي توګه ووځي.

هغه وویل، چې افغانستان څه باندې ۳۰۰ زره امنیتي ځواکونه لرودل چې له دې جملې څخه شاوخوا ۵۰ زره یې په مستقیمه توګه د امریکایانو له خوا د ځانګړو قطعاتو په توګله روزل شوي وو چې د دغه هیواد سره یې په خوندي توګه له افغانستانه د وتلو په برخه کې مرسته کولای شوای.

نادري وویل: “دا ممکنه وه چې امریکا په خوندي توګه له افغانستانه ووځي او طا-لبان ته دا فرصت ورنکړي چې ادعا وکړي چې امریکا یې ماته کړې او له افغانستانه یې ویستلې ده. دا کار د امریکا له خوا د روزل شوو افغان ځواکونو پر مټ شونی و، حتا د امریکا د وتلو په ورځو کې هم دغو ځواکونو امنیت ټینګ کړی و.”

دغه پخواني افغان چارواکي په افغانستان کې د امریکا د جګړې د څېړلو له کمېسیونه وغوښتل چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.

نوموړي د افغانستان لپاره د امريکا پخواني استازي زلمي خليلزاد ته له اشارې پرته له دغه کمېسيون څخه وغوښتل چې د دغه هېواد او افغانستان د اړيکو په اداره کولو کې د امريکا د جګپوړو ډيپلوماټانو رول وڅېړي.

هغه وويل، چې د افغانستان دواړو ولسمشرانو په پيل کې له امريکا سره دوستانه اړيکې درلودې، خو د وخت په تېرېدو دغه دوستانه اړيکې په بې باورۍ بدلې شوې.

نادري وویل، چې په افغانستان کې د پاکستان دوه مخې سیاست یوه له مهمو مسایلو څخه و، چې باید د دغه کمیسیون له خوا وڅېړل شي.

په دې کتنه کې نادر نادري دا هم وویل، چې امریکا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د اوږدمهاله حکومتوالۍ او پرمختګ په پرتله لنډ مهاله پوځي اهدافو ته لومړیتوب ورکړی و. د هغه په ​​وینا، دا د فرصتونو د ضایع کیدو لامل شوی.

نوموړي د ملکي وګړو وژل او خپلسري نيول هم بې عدالتي وبلله او ويې ويل، چې دغه مسايل هم د خلکو د ويرې لامل شوي وو.

په افغانستان کې د امریکا د جګړې د بیاکتنې کمیسیون د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په میاشت کې د کانګرس له خوا جوړ شو چې د ۲۰۰۱ کال له جون څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې په افغانستان کې د پوځ، استخباراتو، بهرنیو مرستو او په افغانستان کې د امریکا د ډیپلوماټیکو مداخلو په شمول په مختلفو برخو کې د امریکا د مهمو پرېکړو هر اړخیزه بیاکتنه وکړي.

دا کمیسیون ۱۶ غړي لري، چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې په تړاو د بېلابېلو کسانو نظرونه راټولوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا