اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په ایران، پاکستان او ترکیه کې د الکترونیکي تذکرو د ویش مرکزونه پرانستل کیږی

دید خبرې آژانس: د احصایې او معلوماتو ملی اداره وايي، د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل په موخه به ډېر ژر په ایران، پاکستان او ترکیه کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونه پرانیزي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره ویاند محمد حلیم روفي د پنجشنبې په ورځ ویلی دی چې دغه اداره د برښنايي تذکرو د ویش په برخه کې د مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره په پلانونو کار کوي.

هغه وويل، په دې وروستيو کې په متحده عربي اماراتو کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز پرانيستل شوى او اوسمهال په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د پېژندپاڼو د وېش لړۍ روانه ده.

د احصایې او معلوماتو ملی اداره ویاند زیاته کړه چې ډېر ژر به په ایران، پاکستان او ترکیه کې د افغان کډوالو لپاره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه پرانستل شي.

محمد حلیم رفیع وویل، د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره به ډېر ژر دغه مرکزونه فعال شي.

هغه وويل، اوسمهال په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش ۷۸ مرکزونه فعال دي، چې هره ورځ شاوخوا ۱۱ زره تذکرې وېشل کېږي.

په ایران او پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

اوس مهال په ایران او پاکستان کې د افغانستان سیاسي سفارتونه مهاجرینو ته پاسپورټونه ورکوي، خو د الکترونیکي تذکرو درلودل یو له اساسي شرطونو څخه دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا