زمونږ سره اړیکي

په افغانستان کې د نوي سياسي نظام د تر ټولو مهمې لاسته راوړنې په توګه رسنۍ د ډيموکراسۍ د څلورمې ستنې رول لوبوي. دوی د مدني حقونو د څارونکو او د سياستوالو ادارو او سازمانونو د سياسي چلند د څارونکو په توګه هم پیژندل کیږي. د يوې لسيزې څخه د زياتي تجربې سره د ديد خبري اژانس دا مهمه لاسته راوړنه پراخه او پياوړې کړې ده او د افغانستان، سیمې او نړۍ سياسي، اقتصادي، کلتوري او سپورتي خبرونه په آزاده او خپلواکه توګه منعكس كوي. دید خبري اژانس د پيښو د پوښښ سربیره خبرونه هم تحليل او تفسير کوي. د بحث په برخه کې دا په هیواد کې مهم مسایل څيړي او ارزوي او د خلكو سياسي او ټولنيزو شخصيتونو نظرونه ليدونکو ته وړاندې کوي. ديد خبري اژانس د تجربه لرونکو او متخصصو خبريالانو او متنوع تیم سره د کیفیت او دقیقو خبرونو چمتو کولو ته ژمن دی زموږ اداریي پالیسۍ په بې طرفۍ او انصاف ولاړې دي او ټول خبرونه د خپرولو دمخه په دقت سره بیاکتنه کيږي.  

دید خبري اژانس اهداف په لاندې ډول دي:

په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د پیښو په اړه شفاف او چټک معلومات چمتو کول. د ملي لاسته راوړنو د ساتنې او پياوړتیا لپاره هڅې په ځانګړې توګه د بیان د آزادۍ او مدني حقونو په برخه کې د خبرونو مقالو، راپورونو او متخصصينو مرکې خپرولو له لارې د عامه پوهاوي لوړول.  

زموږ لید:

موږ ژمن یو چې د باكيفيته او شفافو خبرونو وړاندې کولو ته دوام ورکړو او د عامه پوهاوي د لوړولو او په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره د خپلو فعالیتونو ساحه پراخه کړو.  

د اړيکو نیولو او خپلو نظرونو او وړانديزونو لیږلو لپاره، تاسو کولی شئ د اړیکو لاندي طريقي وكاروئ:

ایمیل: info@didpress.com

واتساپ: ۴۳۶۸۱۱۰۴۳۴۰۴۲+

Back to top button