اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ندیم د ازبیکستان سفیر سره وکتله

دید خبرې آژانس: د طا-البانو سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم کابل کې د ازبیکستان له سفیر، خواجه شادمانوف سرته کتنه کې ویلي، افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه خپل کورني او بهرني مسایل د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو په چوکاټ کې مخته وړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند وایي، دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو فرهنګي او علمي اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.

د ضیاالله هاشمي په خبره، ندا محمد ندیم ازبیکستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د زده کړو په برخه کې د افغانستان همکار هېواد یاد کړ.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند زیاته کړه: « ازبیکستان یو له هغو هېوادونو دی چې افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د زده کړو په برخه کې همکاري کوي. وزیر صېب زیاته کړې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د یوه خپلواک هېواد په توګه خپلې ټولې کورنۍ او بهرنۍ چارې د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو په رڼا کې تنظیموي.»

دغه کتنه کې د ازبیکستان سفیر د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ته بلنه ورکړې څو د ازبیکستان له فرهنګي او عملي مرکزونو د لیدنې په موخه دغه هېواد ته سفر وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست تر دې وړاندې د چین له سفیره هم افغان زده کړیالانو ته د لا زیاتو ښوونیزو بورسیو د برابرولو غوښتنه کړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا