اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

خبریالانو فډراسیون: طا-لبان غواړي چې د بیان آزادۍ غږ بند کړي

دید خبرې آژانس: جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فډراسیون وایي، چې طا-لبان په رسنیزو کارکوونکو په فشار راوړلو سره غواړي د بیان ازادۍ غږ بند کړي.

دغه فډراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کندهار کې د محمدیار مجروح په نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړې.

دغه فډراسیون د رسنیو د ملاتړو سازمانونو څخه غوښتي، پر طا-لبانو دې فشار راوړي چې ښاغلی مجروح بې له قیدو شرطه خوشې کړي او د رسنیو پر وړاندې دې دغه ډول کړنې را کمې کړي.

دوی وایي، دغه ډول کړنې پر رسنیزو فعالیتونو منفي اغېزې لرلای شي.

د طلوع ټلویزیون پخوانی خبریال او په کندهار ولایت کې د ازادو خبريالانو ټولنې مشر محمد یار مجروح د طا-لبانو د استخباراتو له‌خوا په کندهار ولایت کې نیول شوی دی.

طا-لبانو د نوموړي د نیول کېدو د لامل په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نوموړی تر دې وړاندې هم دوه ځلې په کندهار کې د طا-لبانو د استخباراتو ډلې نیولی و.

سرچينې زياتوي، چې طا-لبانو دغه خبريال له څېړنو ګروېږنو پرته بندي کړی دی.

له کندهاره سرچينو وایي چې څو ورځې وړاندې طا-لب استخباراتو ازاد خبريال محمديار مجروح د نامعلوم دلیل له مخې نیولی.

که څه هم د دغه خبريال کورنۍ د طا-لبانو د ګواښونو له کبله رسنیو ته ځواب نه ورکوي؛ خو د مجروح نږدې دوستان وایي، چې هغه اوس‌مهال د کندهار په مرکزي زندان کې بندي دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا